د ګمرکونو او عوایدو معین د بهرنیو چارو وزارت له مالي مسئولینو سره وکتل
د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مولوي عبدالقاهر ادریس د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د غیر مالیاتي عوایدو ریاست د مسئولینو په حضور کي د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري رئیس الحاج محمد موسی امیري او د قونسلي چارو رئیس شعیب بریالي سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وکتل.
په دې کتنه کي د بهرنیو چارو وزارت د عوایدو د هدف ترلاسه کولو پر وضعیت، عایداتي فرصتونو او شته ستونزو په اړه بحث او خبري اترې وسوې.
د غونډي ګډونوالو د هيواد د اقتصادي بنسټ پياوړي کول د خپلو دندو له مهمو موخو څخه وګڼل.
