د ګمرکونو او عوایدو معین د خوندي سندونو د چاپ دولتي مطبوعې څخه لیدنه وکړه
مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا عبدالقاهر (ادریس) او د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت د مدیره هیئت رئیس د ماليې وزارت اړوند د خوندي سندونو د چاپ دولتي مطبوعې څخه لیدنه وکړه.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین او مل پلاوي د خوندي سندونو چاپ دولتي مطبوعې (شرکت) له بېلابيلو برخو، د پرمختللو چاپي دستګاوو، عصري سیسټمونو، ماشینونو او مهمو وسایلو لیدنه او ارزونه وکړه او د یاد شرکت د ماشین الاتو او بشري ظرفیت د لوړولو په برخه کي ئي د هر ډول ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت اړوند د خوندي سندونو د چاپ دولتي شرکت د هیواد په کچه یو پېژندل سوی او په عصري پرمختللو چاپي وسایلو سمبال شرکت دئ، چي د ارزښت لرونکو (بهادار) سندونو د چاپ په برخه کي فعالیت کوي.
