د سپین بولدک په ګمرک کي شپږ ټنه قاچاق کېدونکي المونیمي خښتي نیول سوي

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۱:۳۵
خبر

د کندهار ولایت د سپین بولدک ګمرک کارکوونکو ۱۴۹ دانې المونیمي خښتي چي ټول وزن ئې ۶ ټنه کېده او په قاچاقي ډول صادرېدلې، نیولي دي.
دغه المونیمي خښتي د یو بار وړونکي موټر د تېلو په ټانکۍ کي ځای پر ځای سوي وې او غوښتل ئې پاکستان هيواد ته ئې قاچاق کړي.
په دې تور یو کس نیول سوئ او د نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته ورپېژندل سوی دی. همداشان د یاد ګمرک کارکوونکو په یوې بلې بار وړونکې محموله کي ۱۰ کارتنه د ویلډ سیخان او ۱۲۰ کیلو زیړ تار چي غوښتل ئې له هیواد څخه ئې په قاچاقي ډول ولیږدوي کشف او ونیول.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۰
Background image

د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۱۶مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ، چي د مستوفیتونو د چارو د ارزوني ترڅنګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۳:۴۲
Background image

د ډنډپټان په ګمرک کي د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ سو!


د چنګاښ ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۸،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا ولایت ډنډ پټان په ګمرک کي د (۹۰) کیلو واټه په ظرفیت سره د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د چنګاښ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي. . .

BACK TO NEWS