د بودیجې ترتیبولو د لارښود ورکشاپ تر سره سو

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۴:۱۹
خبر

مالیې وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال د ملي بودیجې د ترتیبولو چاري پیل کړي دي، چي په همدې لړ کي نن د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې ترتیبولو لارښود په تړاو دوه ورځینی ورکشاپ د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمدلله زاهد، د بودیجې لوی ریاست سرپرست حبیب الله سباوون او د وزارتونو د بودیجوي واحدونو او دولتي ادارو د استازو په ګډون د مالیې وزارت په خیبر صالون کې ترسره سو.
د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمدالله زاهد د ورکشاپ په پرانیستې وینا کي د اسلام له نظره د اقتصاد او معیشت پر اصل خبري وکړې او وې ویل: د اسلام مبارک دین موږ ته ټول اړین اقتصادي مسائل روښانه کړي او په دې برخه کي د ټولو مسؤلو او غیر مسؤلو بنده ګانو لپاره رښتینولي معیار بلل سوی، چي د ژوند په ټولو چارو کي رښتینولي د انسان معیشت غني کوي. ښاغلي زاهد زیاته کړه، چي د وزارتونو بودیجوي واحدونه او ټولي دولتي ادارې دي د هيواد موجوده اقتصادي وضعیت ته په کتو د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د بودیجې طرحه ترتیب کړي او په دې برخه کي دي د غیر ضروري لګښوتونو مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.
د بودیجې لوی ریاست سرپرست د هيواد د مالي وضعیت په تړاو لنډ معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چي اوسمهال د ملي بودیجي د تمویل یواځینۍ منبع کورني عواید دي؛ نو اړینه ده، چي د بودیجي د ښه مدیریت او د بودیجوي کسر د پوره کولو لپاره خپل ټول لګښتونه په سمه توګه کنټرول کړو.

خبر

په پای کي د ملي بودیجې د پلان او پالیسي امریت له لوري د وزارتو د بودیجوي واحدونو استازو ته د عادي او پراختیایي بودیجې د ترتیبولو په تړاو معلوماتي پریزینټیشن وړاندي سو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

BACK TO NEWS