د اصلاح سو کرنیزو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتي شرکت فعالیتونه او لاسته راوړني

د اصلاح سو تخمونو او کرنیزو خدمتونو دولتي شرکت تل هڅه کړې، چي د هيواد د کرنیزو تخمونو صنعت ته وده ورکړي او د بې وزلۍ د کمولو، د کار د کچي د لوړولو او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کي د باکیفیته تخمونو په تولید سره خپل مسؤلیت ادا کړي.
دغه شرکت په ۱۴۰۱ کال کې ۳۰۳۰ مټریک ټنه اصلاح سوي تخمونه تولید کړي، چي د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په پرتله د ذکر سو تخمونو تولید شاوخوا ۳۷۰۰ مټریک ټنه وو، چي دوه چنده زیاتوالی ښيي. د پلور او لېږد له مخي په ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو کي تولید سوي غنم په ټولیز ډول (۱۵۸۷۰۳۷۳۶)افغانۍ ته رسېږي، چي څه باندي څلور میلیونه ډالره عواید راټول او د دولت خزانې ته یې انتقال کړي.
پر دې سربیره یاد شرکت توانیدلی چي ۱۰ مټریک ټنه سبزیجات او ۱۳،۰۳۲ مټریک ټنه نور نباتات تولید او وپلوري او د وچکالۍ او له کروندګرو سره د مرستي په موخه یې په هرات، بلخ او پروان ولایتونو کي شاوخوا ۱۲ څاګاني وکیندي او د سولر سیسټم نصب کړي. له دې سره سم په کندهار، غزني، پکتیا، بلخ او جوزجان ولایتونو کي ۱۳۲۶۷ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه سوې چي له دې جملې څخه ۲۶۹۲ جریبه ځمکه تر کرني لاندي ده.
د اصلاح سو کرنیزو تخمونو دولتي شرکت د هيواد د ۸ ولایتونو (بغلان، ننګرهار، پروان، قندهار، هلمند، بلخ، جوزجان او هرات) په فعالو نمایندګیو کي د معیاري ګدامونو په لرلو سره هڅه کوي چي د دغه شرکت عواید ۲۴۸ میلیونه ته لوړ کړي.

د یادوني وړ ده، چي د اصلاح سو کرنیزو تخمونو دولتي شرکت په ۱۳۵۵ کال کي د هغه وخت د حکومت لخوا د اصلاح سو کرنیزو تخمونو اړوند فعالیتونو د انسجام له مخي رامنځ ته سو، چي په ورته وخت کي یاد شرکت یو لړ لاسته راوړني هم تر لاسه کړي، چي له هغه جملې څخه په هلمند، کندهار، غزني او بغلان کي څلور بنسټیز فارمونه بیار ورغول سول. په وروستیو کلونو کي د حکومت د پالیسۍ له مخي په یوه تصدۍ بدل سول، چي په ۱۳۹۷ کال کي په یوه دولتي شرکت واوښتل.