د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ د دې ریاست یو پلاوي د چارو د کتني او ارزوني په موخه د کونړ او نورستان ولایتونو له مستوفیتونو، د کونړ ولایت ګمرک او همدارنګه د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ نواپاس پخواني سرحدي چک پوسټ څخه چي اوسمهال د سرحدي پولیسو په واک کي ده، لیدنه وکړه او د نوموړو ولایتونو له مستوفیانو، ګمرک مدیر او همداراز د دغو ادارو له کارکوونکو سره په جلا غونډو کي ولیدل.
د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یادو ادارو له مسئولینو او کارکوونکو سره په لیدنو کي د چارو پر روڼتیا، تعهد، تخصص او همدارنګه د پلټني د ارزښت او اهمیت په اړه خبري وکړې، نوموړي د دغو ادارو له کارکوونکو څخه وغوښتل چي د عوایدو په راټولولو کي زیار وباسي؛ ترڅو هيواد د ځان بسایني پر لور حرکت وکړي. د کورنۍ پلټني لوی رئیس زیاته کړه، زموږ د هيواد دښمنان هڅه کوي چي افغانستان له اقتصادي پلوه وځپي؛ خو که چیرې موږ او تاسي په ریښتني توګه کوښښ او کار وکړو؛ نو د څښتن تعالی په مرسته به زموږ دښمنان په دغه ډګر کي هم له ماتي سره مخ سي.
ښاغلي خالد او مل پلاوي یې د تېرو پلټنو په لړ کي د پلټونکو له لوري د ورکړل سوو سپارښتنو د تطبیق پوښتنه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل چي د چارو د سمون په موخه د پلټني سپارښتني په خپله ټاکلې موده کي تطبیق او راپور یې له مرکز سره شریک کړي.

همداسي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د دغو ادارو د کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې او د حل په موخه یې لازمي لارښووني او مشورې ورسره شریکي کړې. پلاوي همدارنګه ژمنه وکړه، چي د یادو ادارو هغه ستونزي، چي د مالیې وزارت مشرتابه یې باید په اړه پریکړه وکړي، د وزارت له مقام سره ډیر ژر شریکي کړي.

د یادونې وړ ده، چي د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د جلا غونډو په ترڅ کي د کنړ له والي ښاغلي مولوي ٰطه او نورستان والي ښاغلي الحاج محمد آغا سره هم ولیدل. د کورنۍ پلټني لوی رئیس له دوی څخه وغوښتل چي د مالیې وزارت له اړونده ولایتي ادارو سره د عوایدو په راټولولو کي د تیر په څیر همکاري وکړي، چي د ښاغلو والیانو له لوري ورته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړل سو