د مالیې وزارت سرپرست د سویلي آسیا په چارو کې د نړیوال بانک له مرستیال سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست، محمد خالد پاینده د سویلي آسیا په چارو کې د نړیوال بانک له مرستیال هارټ ویګ شیفر سره ولیدل، په دې لیدنه کې چې په افغانستان کې د نړیوال بانګ رئیسې اغلې میلنډا ګووډ د سکایپ له لارې ورسره ګډون درلود، په بېلابېلو موضوعات بحث او خبرې اترې وکړې.
د دغې ناستې موخه د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) لخوا د لا زیاتو مرستو جلبول، په ټولو ولایتونو کې د صحتمندۍ پروژې او ولسي تړون د فعالیت پراخېدل او د ملي پيوستون پروګرام تطبیق وو.
محمد خالد پاینده له نړیوال بانک څخه د دوام داره مرستو د غوښتنې ترڅنګ د دغه سازمان له با صلاحیته استازي څخه غوښتنه وکړه، چې لا ډېرې اختیاري پيسې دې د افغان دولت په واک کې ورکړي، تر څو د اصلاحاتو پلي کول او په پام کې نیول شوي پلانونه له ځنډ او ګواښ سره مخ نشي.
