مالیې وزارت د دولتي او خصوصي پوهنتونو له فارغانو کار زده کړې ته د جذبولو په موخه رقابتي ازموینه واخیسته

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۰:۱۳
خبر

مالیې وزارت د دولتي او خصوصي پوهنتونو له فارغانو، کار زده کړې ته د جذبولو په موخه رقابتي ازموینه واخیسته. په دې پروګرام کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه۲۳۰ تنو ګډون کړی وو، چې ۸۱ تنه یې ښځینه او ۱۴۹ تنه یې نارینه زده کوونکې وې.

د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي رئیس سید احسان طاهري، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې کار زده کړه، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د عملي کار یوه دوره ده، چې په کاري چاپېریال کې کسب او مهارتونه لوړوي. ښایي ستاسو یو شمېر له رقابتي ازموینې او د کار له زده کړې وروسته په دولتي ادارو کې جذب کړای شي، ولي هغه کسان چې جذب نه شي، کولی شي په خصوصي ادارو کې له دغو ترلاسه کړو تجربو ګټه واخلي.

خبر

د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس حارث احمدزي وویل، چې د کار زده کړي یا انټرنشیپ یوه څلور میاشتنۍ دوره ده، چې د دې دورې په اوږدو زده کوونکی له شرایطو، د کار چاپېریال د اړتیاوو او ستونزو ترڅنګ له ښو تجربو هم برخمن کېږي. زده کوونکي کولی شي په دولتي او خصوصي سکټور کې له ترلاسه شویو تجربو ګټه واخلي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

BACK TO NEWS