مالیې وزارت د افغانستان او چین ترمنځ د څلورمې دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزې ناستې ترسره کېدو غوښتونکی شو

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۸:۳۳
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له سفیر وانګ یي، سره د مالیې په وزارت کې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړی وو، دواړو لوریو د افغانستان او چین ولسي جمهوریت ترمنځ د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریز کمېسیون څلورمې ناستې ترسره کېدو، له افغانستان سره د چین په مرستو، د یوه کمربند او یوې لارې طرحې ته په پاملرنه منځنۍ او لوېدیځې اسیا ته د وصل ټکي په توګه د افغانستان جیو اکانومیک او ټرانزیټي موقعیت، د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه هوکړې، د استوګن ځایونو پروژې په برخه کې د چین هیواد په همکاریو او نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

خبر

د لیدنې په اوږدو کې مالیې وزارت؛ د اقتصادي او سوداګریزې هوکړې پر بنسټ په اقتصادي همکاریو د ټینګار ترڅنګ، وړانديز وکړ چې د افغانستان او چین ترمنځ څلورمه دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزه ناسته دي د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې ترسره شي. د چین لوري وویل، چې د دې ناستې ترسره کېدو موضوع به له اړوندو چارواکو سره شریکه کړي او له پرېکړې نیونې به د مالیې وزارت خبر کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۶:۴۶
Background image

‏ د شتمني مجلې شپږمه ګڼه چاپ شوه

د چنګاښ۱۳مه۱۴۰۵هـ.ل

شتمني مجله د ماليې وزارت اقتصادي، علمي، څېړنیزه او معلوماتي مهالنۍ مجله ده، چې د دغه وزارت د مهمو فعالیتونواو لاسته راوړنو سربېره، علمي مقالې، څېړنیز، معلوماتي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۲۴
Background image

د کابل د ودونو تالارونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

د چنګاښ ۱۰مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مشاورینو، د عوایدو د سیسټم رئیس او د یاد ریاست د یو شمیر. . .

BACK TO NEWS