مالیې وزارت د افغانستان او چین ترمنځ د څلورمې دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزې ناستې ترسره کېدو غوښتونکی شو

admin_mof
Sat, May 29 2021 8:33 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له سفیر وانګ یي، سره د مالیې په وزارت کې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړی وو، دواړو لوریو د افغانستان او چین ولسي جمهوریت ترمنځ د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریز کمېسیون څلورمې ناستې ترسره کېدو، له افغانستان سره د چین په مرستو، د یوه کمربند او یوې لارې طرحې ته په پاملرنه منځنۍ او لوېدیځې اسیا ته د وصل ټکي په توګه د افغانستان جیو اکانومیک او ټرانزیټي موقعیت، د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه هوکړې، د استوګن ځایونو پروژې په برخه کې د چین هیواد په همکاریو او نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

خبر

د لیدنې په اوږدو کې مالیې وزارت؛ د اقتصادي او سوداګریزې هوکړې پر بنسټ په اقتصادي همکاریو د ټینګار ترڅنګ، وړانديز وکړ چې د افغانستان او چین ترمنځ څلورمه دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزه ناسته دي د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې ترسره شي. د چین لوري وویل، چې د دې ناستې ترسره کېدو موضوع به له اړوندو چارواکو سره شریکه کړي او له پرېکړې نیونې به د مالیې وزارت خبر کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS