د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر د ګمرک کارګو له برخې څخه د مالیې وزارت د سرپرست لیدنه او د مالیاتي تېښتې مخنیوی
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ګمرک – کارګو له برخو لیدنه وکړه، چې موخه یې د ګمرک د وضعیت ارزونه وه.
د مالیې وزارت رهبرۍ ته په یاد ګمرک کې د مالیاتي تېښتو او د توکو د غیر قانوني پړاوونو ترسره کولو په اړه راپور رسېدلی وو، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست تنفیذ برخې په ګمرک کې د دې پېښې د څېړلو په موخه پلاوی وټاکل.
ټاکل شوي پلاوي دوه عرادې سراچې موټرونه چې له ګمرک څخه وتلې وو، د ګمرک په دننه کې له څو نورو وسایطو سره ولاړوو، د یاد ګمرک ګدام ته د تشولو په موخه یووړل شول. د روان کال غویي میاشتې ۱۹ مې نېټې ۱۰۱۰ ګنې اظهارپاڼې پر بنسټ ۱۶ قلمه جنس چې ۶ سوه ۸۲ زره او ۵۵۰ افغانۍ ارزښت یې درلود، د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې یې پړاوونه ترسره او بانک ته تحویل شوې وې.
ګمارل شوي پلاوي، د توکو د څښتن او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د مسؤلینو په وړاندي د یادو توکو بیا ځلې تشریح او تخلیې وروسته په لومړۍ سنجونه کې ۸۵ قلمه توکي له اصل محصول سره د ۱۱ میلیونه، ۸۵۹ زره او ۲۹۶ افغانیو په توپیر او د تخلف جریمو ۴۳ میلیونه او ۹۹۳ زره او ۹۳۵ افغانۍ چې ټولې ۵۵ میلیونه، ۸۵۳ زره او ۲۳۱ افغانۍ کېږي، محاسبه کړې.
په همدې تړاو د مالیې وزارت سرپرست، چې له یاد ګمرک څخه یې لیدنه درلوده، د مالیې وزارت د تنفیذ رئیس د ضبط شویو توکو او ګمرکي محصول په اړه یې معلومات وړاندي کړل.
د مالیې وزارت سرپرست، د دې وزارت د ګمرکونو د تنفیذ له برخې د مننې ترڅنګ وویل، چې له ملت سره د ژمنې پر بنسټ نن مو له فساد سره د مبارزې په برخه کې بل مثبت ګام پورته کړ. موږ ژمنه کړي وه چې د نظام د بقا لپاره باید د فساد مخنیوی وکړو. که چېرته د اړوندو ارګانونو ترمنځ همغږي او همکاري شتون ولري، د فساد مخنیوی کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې موږ په خپلو ژمنو ټینګ ولاړ یو او له نېکمرغه تر اوسه په دې توانېدلي یو چې د ملي عوایدو راټولېدو په برخه کې نسبي روڼتیا رامنځته کړو. د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې بس نه بولم او هڅه کوم، څو د اصلاحاتو پلي کولو، روڼتیا تامینولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې نور کوټلي ګامونه واخلم.
ښاغلي پاینده وویل، چې د هیواد په ګمرکونو کې سیستم په داسي ډول تنظیم شي چې د قاچاق لارې وتړل شي او د فساد مخنیوی وشي. همدا شان ریښتینې او ژمن کارکوونکي وهڅول شي او له متخلفو کارکوونکو سره قانوني چلند وشي.
