د افغانستان او ایران ترمنځ د بین الحکومتي کمیسیون د شپږمې ناستې لپاره د چمتو والي ناسته ترسره شوه
د افغانستان او ایران ترمنځ د بین الحکومتي کمیسیون شپږمې ناستې د چمتو والي په موخه ناسته د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلي نذیر کبیري په مشرۍ د کب میاشتې په ۴ مه نېټه د وزارتونو او سکتوري ادارو په ګډون د یاد وزارت په خیبرهال کې جوړه شوه .
په پیل کې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال د اړوندو ادارو د غړو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان اسلامي جمهوریت او ایران د اقتصادي اړیکو، د افغانستان حکومت له لید لوري د سیمه اییز اتصال، له ګاونډیانو سره د دوه اړخیزه اړیکو د ارزښت، د هیواد اقتصادي جغرافیه او اړوندو مسائلو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
په دغه ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ اقتصادي کمیسیون د شپږمې ناستې د پرتوکول مسوده چې د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، ټولنیزو چارو، اوبو او انرژۍ، کانونو، لوړو زده کړو، کلتور، هنر، لیږد رالیږد،اړیکو، روغتیا او ورته نور مهم مسائل چې د دوه اړخیزې همکارۍ په سند کې د وزارتونو او سکتوري ادارو له خوا وړاندیز شوي و مطرح شول چې د ګډونوالو له خوا تربحث لاندې ونیول شول
د ناستې به پای کې پریکړه وشوه چې اړوند وزارتونه او سکتوري ادارې به د دغو وړاندیز شویو موضوعاتو په اړه تخنیکي او حقوقي بحث وکړي ، تر څو دغه سند بشپړ او د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په شپږم ګډ مجلس کې لاسلیک ته وړاندې شي.