د مالیې وزارت سرپرست د سویډن نړیوالو پراختیایي همکاریو وزارت له مرستیال سره د افغانستان لپاره د سویډن نوې پراختیایي سټراتېژۍ په اړه بحث وکړ

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۹:۲۳
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق مدیره پلاوي کلنۍ ناستې په څنډو کې د سویډن نړیوالو پراختیایي همکاریو وزارت له مرستیال ښاغلي پرآلسن فرایډ، سره د ګډو همکاریو، د ولسمشرۍ ټاکنو بریالي ترسره کېدو او سولې پروسې په تړاو بحث وکړ.
د سویډن نړیوالو پراختیایي همکاریو وزارت مرستیال، وویل، چې سویډن هیواد د افغانستان لپاره په نوې پراختیایي سټراتېژۍ کار کوي. نوموړي د مالیې وزارت له سرپرست څخه غوښتنه وکړه، چې د دې سټراتېژۍ داغېزمنتوب لپاره دي د اړوند برخو لړلیک شریک کړي.

خبر


د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د سویډن له پراختیایي همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې د سویډن په پراختیایي سټراتېژۍ کې دي د نورو برخو ترڅنګ حرفوي او تخنیکې تحصیلات او د استوګنیز چاپېریال موضوعات هم شامل شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS