په تېرو دو اوونیو کې ۸ میلیارده ۷۶۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي

د ۱۳۹۹ مالي کال د تلې میاشتې له ۱۵مې نېټې نه تر ۳۰ مې نېټې پورې ۸ میلیارده ۷۶۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. چې له دې جملې ۸۰۸ میلیونه له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۵۷۴ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیارده ۵۲۰ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۸۶۳ میلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي. د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۳۵ میلیارده ۵۶۸ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
همداشان د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د لړم میاشتې تر ۳ مې نېټې پورې ۸۹ میلیارده ۱۸۸میلیونه افغانۍ (۵۴٪) پراختیایې بودیجه او ۲۰۹ میلیارده ۱۴۳ میلیونه افغانۍ (۶۸٪) عادي بودیجه لګول شوی ده چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۲۹۸ میلیارده ۳۳۱ میلیونه افغانۍ (۶۳٪) جوړوي.