په تورخم ګمرک کي نایاب قیمتي مرغان نیول سوي
د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې اړوند د تورخم ګمرک بیداره مؤظفینو په یو بېساري اقدام کی تېره ورځ ۲ قیمتي او نایاب بازان چي د چرګانو په یو موټر کي ځای پرځای سوي وو؛ کشف او نیولي دي.
یاد قیمتي مرغان په قاچاقي توګه ګاونډي هيواد پاکستان ته انتقالېدل، چي د ګمرکي پولیسو لخوا کشف او د غیر قانوني لېږد مخنیوی یې وسو. د ماليې وزارت د ګمرکونو د ساتني ځواکونه اوس په دې توانېدلي دي، چي د هر راز غیر قانوني صادراتو او قاچاق مخنیوی وکړي.
