ولسې جرګې د رایو په اکثریت سره د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجوي تعدیلات تصویب کړل

farid_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۱۳:۲۲
خبر

ولسې جرګې د رایو په اکثریت سره نن د چنګاښ میاشتې په ۱۱ مه نېټه د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجوي تعدیلات تصویب کړل.

د مالیې وزارت رهبرۍ په ولسې جرګه کې د خلکو له استازو څخه مننه کوي چې روان بیړني حالت ته په کتو سره یې بودیجوي تعدیلات تصویب کړل، چې د دې تعدیلاتو له تصویب سره حکومت کولی شي د کرونا ویروس خپریدو له امله اوسنیو ستونزو ته په سمه توګه رسیدنه وکړي.

خبر

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په هیواد کې د کرونا ویروس له خپریدو وړاندې ترتیب شوې وه چې په هغه وخت کې د داسې خطرونو وړاندوینه نه وه شوې، په همدې اساس حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په ملي بودیجه کې یو لړ تعدیلات راوستل. د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه د کال د پیل په پرتله ۱۸ میلیارده افغانۍ زیاته شوې چې ۱۲.۲ میلیارده افغانۍ په پراختیایې او ۵.۷ میلیارده په عادي بودیجه کې زیاتوالی راغلی، له بودیجوي تعدیلاتو وروسته د روان مالي کال بودیجه په ټوله کې ۴۴۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۹۴ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۵۱ میلیارده یې پراختیایې بودیجه جوړوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۲۳:۵
Background image

د لوړ پوړي پلاوي څلورمې ناستې لومړنۍ حاشیوي غونډه د کرونا ویروس خپریدو د اقتصادي او ټولینزو اغیزو په اړه جوړه شوه

د لوړ پوړي پلاوي څلورمې ناستې لومړنۍ حاشیوي غونډه نن د زمري میاشتې په ۶ مه نېټه د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي نبي سروش، د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۲۲:۵۵
Background image

د لوړ پوړي پلاوي څلورمې ناستې دویمه حاشیوي غونډه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ په اړه جوړه شوه

د لوړ پوړي پلاوي څلورمې ناستې دویمه حاشیوي غونډه نن د زمري میاشتې په ۶ مه نېټه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي حمدالله محب او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۲۱:۴۷
Background image

نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت ددغه هیواد په پرمختیایي او اصلاحي پروګرام بحث وکړ

کابل، د زمري میاشتې ۶ مه نېټه – د لوړ پوړي پلاوي (سام) څلورمه ناسته دافغان حکومت او نړیوالو همکارانو ترمنځ پر هغو جدي ننګونو چې افغانستان ورسره مخامخ دی، د پرمختیا او سولې لپاره په. . .

BACK TO NEWS