مالیې وزارت د مسلکي محاسبې مسلک نور هم معیاري کوي
د افغانستان د مسلکي محاسبینو اداره، د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست تر چتر لاندي کار کوي. د دې ادارې بنسټ په (۲۰۱۳) زېږدیز کال کي په افغانستان کي د معیاري محاسبې او په مالي راپور ورکولو کي د روڼتیا رامنځته کولو په موخه رامنځته سو. دغه اداره په افغانستان کي د مسلکي محاسبې یوازینۍ تنظیموونکې اداره ده، چي په مالي راپور ورکولو کي د کیفیت او تضمین راوستلو، د ناوړه کړنو څېړنه او په مقابل کي د څارونکو اقداماتو ترسره کولو، په افغانستان کي د محاسبې نړیوالو مسلکي معیارونو عملي کولو، د مسلکي محاسبې لارښوونو او روزنو، د مالیاتي تېښتي د مخنیوي، د مسلکي محاسبینو او پلټونکو شرکتونو د ثبت او د فعالیت جواز ورکولو او د دوی د کار او کیفیت د څارني په برخه کي فعالیت کوي.
د افغانستان د مسلکي محاسبینو اداره ژمنه ده، چي په مالي راپور ورکولو کي رونټیا رامنځته کړي. د دې له پاره ئې په هیواد کي د لومړي ځل لپاره د پلټونکو ادارو او د مسلکي زده کړو بنسټونو ته د جواز ورکولو پروسه پیل کړه. د مالي چارو د پلټني ادارې، په امارتي او خصوصي شرکتونو کي د پلټني چاري ترسره کوي، چي موخه ئې د مالیاتو له تېښتي څخه مخنیوی، د مالي ستونزو رابرسېره کول او حلول، د مالي روڼتیا رامنځته کول او د مالي چارو معیاري کول دي.
له کلونو راهیسي افغانستان د مسلکي محاسبینو له کموالي سره مخ وو او په دې برخه کي د مسلکي محاسبینو نه شتون، د افغانستان مالي ادارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وې. د همدې ستونزو د حل او د مسلکي محاسبې د پیاوړتیا په موخه د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې افغان زده کوونکو ته د (ACCA) وړیا بورسونه وړاندي کړل، چي د دې بورسونو مالي لګښت به هم د مالیې وزارت له لوري د یادي ادارې له ترتیب سوي کړنلاري سره سم ورکول کېږي او تر دې دمه په سلګونو زده کوونکي له دې پروسې څخه برخمن سوي دي.
د افغانستان د مسلکي محاسبینو اداره به په افغانستان کي د پلټونکو شرکتونو او د مسلکي زده کړو ښوونیزو مرکزونو د یوې څارونکي ادارې په توګه خپل فعالیت ترسره کوي او د پلټونکو شرکتونو، ښوونیزو مرکزونو او انفرادي محاسبینو له کړنلارو او شفافیت څخه به نظام ته ډاډ ورکوي.
په افغانستان کي د محاسبې مسلک د شفافیت او حساب ورکوني له پاره اساس دئ، چي له دې سره به د مالي منابعو ښه مدیریت او د فساد مخنیوی وسي. د دې مسلک په پرمختګ سره به مالي روڼتیا رامنځته سي، چي دا به په پانګونه او سالم اقتصادي چاپیریال رامنځته کولو کي هم مرسته وکړي. په افغانستان کي د محاسبې مسلک لاهم پیاوړتیا ته اړتیا لري. د محاسبې مسلکي ښوونه او روزنه باید له نړیوالو معیارونو سره همغږې سي؛ ترڅو د دې مسلک ارزښت او کچه نوره هم زیاته سي.
درنښت
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .
