له چاپېریال سره سازګاره اقتصادي وده د هیواد د پایداره پراختیا تضمین کوي

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۱:۲
خبر

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، د نړیوال بانک د معاونینو او د سویلي اسیا هیوادونو د مالیې وزیرانو په ګډون د نړیوال بانک پسرلنیو ناستو په حاشیه کې چې په مجازي ډول (Virtual) ترسره شوه، خبرې وکړې.

د پالیسۍ مرستیال په دې ناسته کې د اقلیم د بدلون اقتصادي او ټولنیزو پایلو، د هوا د ککړتیا په مدیریت او په افغانستان کې له چاپېریال سره سازګارې اقتصادي ودې باندي خبرې وکړې. نوموړي، روښانه کړه چې افغانستان د نړۍ د اقلیم بدلون په کړکېچ کې ونډه نه لري، بلکې د دې ناوړه پدیدې ښکار شوی.

په پای کې د پالیسۍ مرستیال څرګنده کړه، چې له موندنو ښکاري افغانستان یو له هغه هیوادونو دی، چې په نړۍ کې د ګلخانه یي ګازونو تولیدولو تر ټولو ټیټه کچه لري.

خبر

په راتلونکي کې به هم دغه هیواد د پاریس د اقلیم بدلون له هوکړې سره سم که چېرته یې د مالي وجوې، وړتیا جوړونې او ټکنالوژۍ په واک کې لرله، له چاپېریال سره سازګاره اقتصادي وده ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۸:۹
Background image

د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق پراختیایي پروژې د اغېزمن پلي کېدو په موخه بیا کتل کېږي

د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، د اسیا پراختیایي بانک له عمومي رئیس او د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس سره د ویډیو کنفرانس له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۸:۴۸
Background image

پراختیایي پروژې د اغېزمن پلي کېدو په موخه بیا کتل کېږي

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس هنري کرالي، سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې او لیدنه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۴۷
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، په مشرۍ د دې وزارت د شکایتونو اورېدو کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.

BACK TO NEWS