له مالیې وزارت څخه د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د محصلینو علمي لیدنه

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۶:۱۸
............

د غویي۱۶مه۱۴۰۵ هـ.ل
د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو، د یو شمېر استادانو په ملتیا د «علمي سیر» تر عنوان لاندي له مالیې وزارت څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې موخه د دې وزارت له بېلابېلو څانګو سره بلدتیا او د عملي تجربو ترلاسه کول وو.
په همدې تړاو جوړه شوې ناسته کې چې د خیبر د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه، د مالیې وزارت د حقوقي بورډ رئیس شیخ محمد نعیم جمیل، د روزنې او ظرفیت لوړونې آمر مفتي عبدالوهاب عابد، د دې وزارت یو شمېر مسئولینو او د کندهار پوهنتون محصلینو او استادانو ګډون کړی وو.
د کارکوونکو چارو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمر محصلینو او استادانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې نننی اقتصاد له نوې ټکنالوژۍ څخه له ګټې اخیستو پرته د پرمختګ وړ نه دی، موږ غواړو چې محصلین زده کړي؛ ترڅو څنګه د دواړو په کارولو سره د هیواد د مالي ستونزو لپاره عملي او اغېزمنې حل لارې وړاندې کړي.
د حقوقي بورډ رئیس هم د پوهې زده کولو په لار کې د هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د پوهې په ترلاسه کولو او سمه توګه کارولو سره کولای شو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندي کړو او د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلو.» هغه همدارنګه په دې بهیر کې د ادب، د قانون د مراعتولو او د مسلکي کسانو له لارښوونو څخه د ګټې اخیستنې رول مهم وباله.
پوهنیار ګلاب‌الدین نور، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د استادانو په استازیتوب، د دې فرصت د برابرولو له امله مننه وکړه او دغه لیدنه یې د محصلینو د علمي ظرفیت د لوړولو لپاره غوره لاره وبلله. نوموړي همدارنګه د مالیې وزارت د مسئولینو د نظرونو رول د مالي ستراتیژیو او پالیسیو په بډاینې کې اغېزمن وباله.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام په بهیر کې محصلین په مستقیم ډول د مالیې وزارت له دندو او کاري بهیرونو، لکه بودیجه، عواید، مالیات، ګمرکات، تدارکات، پالیسۍ، ثبت او کنټرول او نورو مهمو برخو سره آشنا شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د پروسږ کال په څلورمه ربعه کې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ د (۱۴۰۴) هـ.ل کال په څلورمه ربعه کې څه باندې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې ډېری معترضو مالیه ورکوونکو د بورډ پر پرېکړو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۰
Background image

د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه (۷۰) تنه قوماندانان فارغ شول

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ماليې وزارت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه د مرکزي او ولايتي امنيتي مفروزو او ګرځنده څارنې (۷۰) تنه قوماندانان له (۱۰) ورځني روزنيز. . .

BACK TO NEWS