روسیه غواړي د مکروریانونو د مرکز ګرمۍ سیسټم بیا ورغوي

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۹:۵۲
خبر

د مکروریانونو د مرکز ګرمي سیسټم د بیا رغوني او مکروریانونو د وضعیت بشپړي ارزوني په موخه روسي پلاوي کابل ته سفر وکړاو د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت د رهبرۍ هيئت له راغلي تخنیکي پلاوي سره په ګډه د مکروریانونو د تخنیکي دستګاوو او مرکز ګرمۍ سیستمونو د سروي او برآورد په اړه رسنیو سره مالومات شریک کړل.

په دې لیدنه کي د روسیې د اولېمپ انرژي(Olimp Energy)  کمپنۍ مشر الیکسي مزیرین وویل: موږ به د افغانستان له سیمه ییزو انجنیرانو سره په ګډه کار وکړو، څو ژر تر ژره د مکروریانونو د ویجاړو سوو برخو سروي وکړو او په اړه ئې لازم تصمیم ونیسو. هغه زیاته کړه، چي موږ د مکروریانونو د دستګاوو، مرکزګرمۍ او نورو تخنیکي سیستمونو د سروي لپاره راغلي یوو، هغه امکانات لټوو چي وکولای سو ډېر ژر ټول غیر فعال سیستمونه بېرته فعال کړو، څو د مکروریانونو اوسېدونکو ته خدمات وړاندي سي.

په ورته مهال د مکروریانونو د ساتني او څارني شرکت رئیس پوهنمل غلام عمر عبدالله له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه چي د روسي انجنیرانو په همکارۍ به ډېر ژر دغه سروي پای ته ورسېږي او د سروي پایله به د دولتي شرکتونو عمومي ریاست او د مالیې وزارت محترم مقام ته وړاندی سي، څو د راتلونکي اجراآتو په موخه عملیاتي پلان ترتیب او عملي کار پیل سي.

خبر

نوموړي دغه راز د مکروریانونو اوسېدونکو شکایتونو ته په اشارې وویل: دا تاسیسات شاوخوا څلوېښت کاله وړاندي جوړ سوي چي د وخت په تېرېدو ئې خپل کیفیت له لاسه ورکړی، چي له بده مرغه د تېر نظام مسولینوهم  یادو برخو ته پام ونه ‌‌کړ او د فساد له کبله دغه سیستمونه جوړ نه کړای سول. همداراز په خپلو خبرو کي د مکروریانونو د اوبو ستونزي ته په اشارې وویل: په دې برخه کي هم د ۳۵ میلیون افغانیو په ارزښت یوه پروژه په لار اچول سوې او ډېر ژر به یاده ستونزه تر یوه بریده حل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د املاکو لوی ریاست پلاوي د املاکو د اوسني وضعیت د ارزوني په موخه څو ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست څخه یو ګډ تخنیکي او مسلکي پلاوی، چي مشري ئې د ولایتي املاکو رئیس قاري نعمت الله صادق کوله د امارتي املاکو اوسني وضعیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۲۶
Background image

د کوچنیو مالیه ورکوونکو او بررسۍ ریاست کارکوونکو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!


د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عواید ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د کوچنیو مالیه ورکوونکو او بررسۍ ریاست کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام د تصدیق پاڼو په وېش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۱۶
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یو پلاوي په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو ئې ملتیا کوله، د هیواد شمالي. . .

BACK TO NEWS