د ۱۳۹۸ مالي کال عادي او پراختیایي بودیجې قطعیه حساب نهایي شو

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۵:۴۵
خبر

مالیې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال پراختیایي او عادي بودیجې قطعیه حساب ترتیب او نهایي کړ او د وري میاشتې په ۳ مه نېټه د مالیې وزارت مشرتابه له لوري منظور شو.
د افغانستان اساسي قانون له ۹۸ مادې سره سم د مخکي مالي کال بودیجې د قطعیې حساب باید د راتلونکي کال شپږو میاشتو په تشه کې ملي شورای ته وړاندي شي. د مالیې وزارت او پلټنې عالي ادارې له هوکړې سره سم مالیې وزارت باید په دریو لومړیو میاشتو کې قطعیه ترتیب او د پلټنې عالي ادارې ته یې واستوي او په دویم دریو میاشتو کې د پلټنې عالي اداره هغه تفتیش او وپلټي.
د ۱۳۹۸ مالي کال قطعیې له مخې د عادي بودیجې ټول لګښت ۲۸۱،۱۶۴،۱۹۳،۲۴۰ افغانۍ او د پراختیایي بودیجې لګښت ۱۳۹،۰۱۸،۵۲۰،۰۳۳ افغانۍ دی، چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د دولت مجموعي لګښت ۴۲۰،۱۸۲،۷۱۳،۲۱۳ افغانۍ کېږي.

خبر


قطعیه، د منظور شوې بودیجې په پرتله د دولت د بودیجوي واحدونو کلني لګښت بشپړې اجرا ثبتول دي، چې ترتیبول یې ملت ته د لګښتونو د تحقق څرنګوالې او حساب ورکولو په موخه د مالیې وزارت له دندو شمېرل کېږي.

خبر


د یادونې وړده، چې په تېرو ۱۹ کلونو کې دا دویم ځل دی چې مالیې وزارت وکولی شول، د قطعیې حساب په ټاکلې موده ترتیب کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS