د ۱۲ مستوفیتونو د مالي او حسابي کارکوونکو له پاره د روزنیز پروګرام لومړۍ دوره پیل سوه!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۶:۲۸
.............

 

د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست له لوري او د بشري سرچینو ریاست په همکارۍ د ننګرهار، نورستان، لغمان، کونړ، کابل، کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا مستوفیتونو مالي او حسابي کارکوونکو له پاره د روزنیز پروګرام لومړۍ دوره پیل سوه.
دغه روزنیز پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کي پرانیستل سو، چي اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (افمیس) رئیس او د خراینو لوی ریاست سرپرست انجینر ستارالدین معتصم، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر، د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده او د مستوفیتونو مالي او حسابي برخي کارکوونکو ګډون پکښي کړی وو.
د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په خپلو خبرو کي وویل، چي دغه روزنیز پروګرام د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په موخه جوړ سوی او تاسو، چي د دغه اسلامي نظام د خادمانو په توګه دلته راټول سوي یاست؛ د دې پروګرام څخه د پوهي او پوهاوي د پراختیا او د اړوند مسؤلیت په ښه توګه ادا کولو، د حلالو او حرامو توپیر، د حق د ضایع کېدو د مخنیوي او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندي کولو په موخه جوړ سوی دئ.
د افغانستان د مالي ادارې د معلوماتي سیسټم رئیس انجنیر ستارالدین معتصم ووېل، په مرکز او ولايتونو کي د هغه پروګرامونه، چي په انلاين او حضوري بڼه جوړ سول، خورا ګټور تمام سول. دا پروګرام هم د مهارتونو د لا ښې ودي په موخه جوړ سوی او له هغه شته امکاناتو او فرصتونو څخه په استفادې، ستاسي لپاره برابر سوی، چي خپل مهارتونه لا پراخ او د شفافیت په تأمین، د بیت المال په ساتنه او د فساد په مخنیوي کي برخه واخلئ.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر هم په خپلو خبرو کي وویل، چي د مالیې وزارت د خپل توان او امکاناتو له مخي ستاسو د ظرفیت لوړولو په موخه دا ډول پروګرامونه برابروي، له همدې امله وطن او نظام ته د ژمن مجاهد په توګه خپل مسؤلیت په اصولي او شرعي ډول ادا کړئ.
د محاسباتو رئيس محب الله صاحبزاده وويل، چي د خزاینو لوی ریاست د هیواد په کچه او مستوفیتونه په ولایتونو کي د مالیې وزارت د استازولیو په توګه د مالي چارو مسؤلیت په غاړه لري. هڅه وکړئ، چي د دې پروګرام له پاره له ځانګړي سوو امکاناتو، اسانتیاوو او تجربه لرونکو روزونکو څخه اعظمي ګټه پورته کړئ او خپل مسؤلیتونه په اصولي او قانوني ډول ترسره کړئ.
په پای کي دغه مراسم د خیر په دعايې پاي ته ورسېدل.
د یادوني وړ ده، چي دغه دوره به (۲) اوونۍ دوام وکړي، چي په هغې کي به د مالي چارو او عامه لګښتونو قانون، د ملي بودیجې پلي کولو اصولنامه، د کرایې مقرره، سفریه او جیب خرڅ، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل، د معاشونو او لګښتونو د حوالو ترتیب، پیشکي تادیات او چک ليست، د معاشونو بانکي کول، ولایتونو ته د شتمنیو لېږد، د ادارو بانکي حسابونو ته د پیشکي حوالو د لګښت او لېږد څرنګوالی، فورمې، نغدي او جنسي کنټرول، د حسابونو جدول، د ولایتي لګښتونو تطبیقات، بانکي تطبیقات، د عادي او پراختیايي بودیجې د تخصیصاتو طی مراحل او اړوند نور موضوعات تدریس سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۶:۱۸
Background image

د عوایدو لوی ریاست نوی عملیاتي مرستیال معرفی سو!


د مالیې وزارت رهبرۍ د لزوم دید او په چارو کي د نویو پرمختګونو په موخه د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا عبدالقاهر (حاجی ادریس) له لوري حافظ محمد ابراهیم د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۵
Background image

معین پالیسی وزارت مالیه با مسؤلین بانک مرکزی و امور تجارتی کشور ایران دیدار کرد!

 

انجنیر سلطان محمد زبیر معین پالیسی وزارت مالیه با داکتر محسن کریمی معاون روابط بین الملل بانک مرکزی جمهوری اسلامی ایران و مسؤلین بخش تجارتی و خزانه داری این کشور دیدار نموده و روی. . .

BACK TO NEWS