د ۱۱ مستوفیتونو مالي او حسابی برخي کارکوونکو له پاره د روزنیز پروګرام دوهمه دوره جوړه سوه!

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۳:۴۸
........

د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د بشري سرچینو ریاست په همکارۍ د پنجشیر، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان او دایکندی مستوفیتونو مالي او حسابي کارکوونکو له پاره د روزنیز پروګرام دوهمه دوره د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د غونډو په تالار کي جوړه کړه.
په دې مراسمو کي د افغانستان د خزاینو لوی ریاست د افغانستان د مالي ادارې د معلوماتي سیسټم رئیس انجنیر ستارالدین معتصم، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د خزاینو لوی ریاست د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده او د مالیې وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د دغه روزنیز پروګرام په پرانیستې وینا کي انجینر ستارالدین معتصم وويل، دغه ډول روزنیز پروګرامونه چي ستاسي له پاره جوړېږي، خورا ارزښت لرونکي دي، ځکه چي ستاسي مسلکي ظرفیت لوړوي او تاسي له ټولو مالي او حسابي مسائلو څخه خبروي، د پوهاوي په ترلاسه کولو او مسلکي مهارتونو ته په پراختیا ورکولو سره، تاسي کولای سئ خپل کار ته وده ورکړئ؛ روڼتیا تأمین، پروسې ته چټکتیا ور بخښئ او له بیت المال څخه د یوې دیني او انساني وجیبې له مخي ساتنه وکړئ.
مولوي احمدشاه شاکر وویل، د چارو د ښه والي له پاره مو په لومړي ګام کې با استعداده او ژمن کسان په ادارو کي وګومارل. په دوهم ګام کي مو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه له ټولو سته امکاناتو څخه په استفادې انلاین روزنیز پروګرامونه جوړ کړل او په دریم ګام کې مو یو حضوري پروګرام جوړ کړ او تاسي مو مرکز‌ ته را وبللاست. هغه زیاته کړه چي دا روزنیز پروګرامونه ستاسي له پاره برخلیک ټاکونکي دي، هڅه وکړئ، چي د خپل ظرفیت د لوړولو له پاره اعظمي ګټه  ورڅخه  پورته کړئ، که نه نو موږ به مجبور سو، چي ستاسي پر ځای نور وړ کسان وګمارو.
د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده په خپلو خبرو کي وویل، تېر کال ولایتونو ته د سفرونو او له مستوفیتونو څخه د لیدنو پر مهال مو ډېرو ستونزو ته ور پام سو، د همدې له پاره مو په مرکز کي په دوره‌يي دول حضوري روزنیز پروګرام جوړ کړل؛ تر څو ستاسي مهارتونه وده وکړي. یو هر اړخیز روزنیز پروګرام، چي ټول مالي او حسابي مسایل ئې رانغاړلي ول، داسي تخنیکي روزونکي مو درته ګومارلي ول، چي هر یوه یې (۱۰) تر (۱۵) کلونو پوري تجربه لرله؛ نو هڅه وکړئ چي له دغه پروګرام څخه په ښه توګه کار واخلئ او هغه څه چي زده کوئ خپلو نورو همکارانو ته ئې د صدقه جاریه په توګه ولېږدوئ.
نوموړي زیاته کړه، چي د درسونو په پای کي به یوه ازموینه واخیستل سي او د هغې پر بنسټ به د بست ارتقاء، د بست تنزیل او حتی منفکي هم شامله وي او سفریه هغه کسانو ته ورکول کیږي، چي ازموینه یې په بریالیتوب سره ور کړې وي.
مراسم د خیر په دعايې پای ته ورسېدل او درسونه رسماً پیل سول.
د یادوني وړ ده، چي دغه روزنیز پروګرام به (۱۵) ورځي دوام وکړي، چې په هغه کي به ګډونوالو ته د مالي چارو او عامه لګښتونو قانون، د ملي بودیجې د اجراء اصولنامه، د کرایې مقرره، سفریه او جیب خرڅ، د تدارکاتو قانون او طرزالعملونه، د معاشونو او لګښتونو د حوالو ترتیب، پیشکي تادیات او چک لیستونه، د معاشونو بانکي کول، ولایتونو ته د شتمنیو لېږل، د پیشکي حوالو د مصرف او د ادارو بانکي حسابونو ته ئې د لېږد څرنګوالی، فورمې، نغدي او جنسي کنټرول، د حسابونو جدول، د ولایتي لګښتونو تطبیقات، بانکي تطبیقات، د عادي او پراختیايي بودیجې د تخصیصاتو طی مراحل او نور اړوند موضوعات تدریس سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS