د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته ترسره سوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۵:۱۶
خبر

د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په کي ګډون درلود، د ویډیو کنفرانس له لاري ترسره سوه.

د غونډي په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو له صادقانه کړنو څخه یې مننه وکړه. نوموړي د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو، د سوداګریزو مالونو د چټکو طی مراحلو لپاره د کاري وخت د زیاتوالي او د ولایتي ګمرکونو د اړوندو ادارو تر منځ د لا ښې همغږۍ په برخو کي دوی ته لازمي سپارښتني ورکړې.

د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کي د شته ستونزو یادونه وکړه، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ورته د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو .

په پای کي د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په ګمرکونو کي د ۱۴۰۱مالي کال د لړم میاشتي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو، چي د غونډي ګډونوالو د یاد راپور پر بېلابیلو اړخونو بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سلا مشورې هم ورکړل سوې.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست رهبري هره میاشت د هیواد د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي؛ څو سته ستونزو ته پر خپل وخت سره رسېدنه وسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۰
Background image

د ماليې وزارت اړوند د ملي پراختيا شرکت او نفت او ګازو دولتي شرکت ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک سو.

د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت رئيس محمد نصير رحيمي ( انجنير حسن )  او د ملي پراختيا شرکت رئيس عبدالرحمن عطاش ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۲:۱۰
Background image

د وطني غالیو صادرولو په تړاو د ماليې وزارت اعلامیه

په دې ورستیو کي ځینو رسنیو او بنسټونو داسي راپورونه خپاره کړي، چي ګواکي د ا.ا.ا د وطني غالیو پر صادرولو بندیز لګولی دی. د ماليې وزارت

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۶:۵۵
Background image

د هرات ولایت د اسلام قلعه په سرحدي ګمرک کي یو کس د مخدره توکو د قاچاق په تور ونیول سو

د هرات ولایت د اسلام قلعه سرحدي ګمرک منسوبینو تېره ورځ یو کس چې په پټه به یې په سوداګریزو محمولو

BACK TO NEWS