د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ لومړنۍ ناسته وسوه!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۶:۶
..............

 

د مالیې وزارت د رهبرۍ له هدایت سره سم د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ لومړنۍ ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني په ګډه مشرۍ، چي د دواړو ریاستونو مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو هم ګډون پکښي کړی وو، د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو ریاستونو تر منځ ئې په اړوندو چارو کي پر لازمي همغږۍ ټینګار وکړ. ښاغلي سعید وویل، چي د دواړو ریاستونو تر منځ همغږي د خدمتونو په وړاندي کولو او د اغېزمنو پلانونو په ترتیب او پلي کولو کي مهم رول لري.
همدا شان په دې ناسته کي په هیواد کي د سوداګرۍ د ودي او د مالیاتو د راټولېدو په موخه د سوداګرو ستونزو ته پر خپل وخت د رسېدو او دوی ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د داسي طرحو په جوړولو، چي د دواړو ریاستونو عواید اغېزمن نه کړي، د دواړو ریاستونو له لوري د خامو موادو د راوړونکو فابریکو د چارو پر څارنه او کنټرول، په اصولي ډول د سوداګریزو شرکتونو د پخوانیو باقیاتو په راټولېدو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو بحث، خبري او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
همدا رنګه په دې ناسته کي پرېکړه وسوه، چي په میاشتني ډول دي د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو او په ولایتونو کي دي د ګمرکونو او مستوفیتونو تر منځ د همغږۍ دا ډول ناستي ترسره سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS