د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړی شوې بودیجه

په ۱۳۹۹ مالي کال کې له کرونا ویروس سره مبارزې ته ځانګړې شوې بودیجه

سریزه: د ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستیو کې د چین په ووهان ښار کې د کرونا «COVID-19» په نوم ویروس خپور شو، چې په چټکۍ سره یې د سیمې، نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان کې  ریښې وغځولې. افغانستان له دې ویروس څخه یو زیانمن هیواد دی چې له ګاونډیو سره په پولو کې د بندرونو تړلو، د سترو اقتصادي ښارونو د قرنطین کېدو او په سیمه او هیواد کې د اقتصادی او سوداګریزو راکړو ورکړو په ټکني کېدو، له یوه اړخه خصوصي سکټور سخت زیانمن شو او له پلوه یې د هیواد په کورنیو عوایدو باندي کلک منفي اغېز واچول.

الف: له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ملي بودیجې له داخلي امکاناتو تعدیل شوي اجراآت (لومړی دور)

د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه د کرونا ویروس تر خپرېدو وړاندي ترتیب شوې وه، په داسي حال کې چې هغه مهال د دا ډول ګواښونو وړاندوېینه نه وه شوي، چې په ملي بودیجه کې منعکس شي. له همدې کبله حکومت په بېړه د دې موضوع په پام کې نیولو سره چټک ګام پورته کړ. د مالي چارو او عامه لګښتونو قانون له ۴۶ مادې سره سم، د کرونا له ویروس سره د مبارزې لپاره د بودیجې د تخصیص لپاره، د مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره د بودیجې په داخل کې تعدیلات ترسره شول او د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر د اړوندو ادارو په واک کې ورکړل شو.

ګڼه

تفصیل

اړونده اداره

ځانګړې شوې بودیجه

کتنې

۱

له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ملي بودیجې له امکاناتو د (۱۵) میلیون امریکایي ډالرو وړاندي کول

د عامې روغتیا وزارت

1,153,000,000

 (1,040,000,000) افغانۍ په عادي بودیجه او (113,000,000) افغانۍ په پراختیایي بودیجه کې زیاتې شوې.

۲

د سارک غړو هیوادونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د وجهي صندوق لپاره د افغانستان ونډه

د مالیې وزارت

77,000,000

 

۳

عامه پوهاوي لپاره

د ولسمشرۍ ماڼۍ چارو عمومي ادارې ریاست

77,000,000

د چارو ادارې له بودیجې څخه هوکړه واخیستل شوه

۳

۳۴ ولایتونو ته لېږل شوې وجوه

د سیمه ییزو ارګانونو اداره

2,420,000,000

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې اختصاص شوې بودیجه ۳۴ ولایتونو ته ولېږل شوه.

۵

د غنمو پېرنې په موخه د اړتیا وړ وجوه

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت

1,700,000,000

د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت عادي بودیجې ته لېږل شوې دي.

۶

د هرات، فراه، نیمروز، کابل او نورو ولایتونو کې د روغتونونو جوړولو لپاره د اړتیا وړ وجوه

د ولسمشرۍماڼۍ چارو ادارې عمومي ریاست

1,418,145,668

 

۷

د کابل په مرکز کې د وچې ډوډۍ وېشلو لپاره د اړتیا وړ وجوه

کابل ښاروالي

1,240,505,400

(۱،۰۸۵،۰۰۰،۰۰۰) پیسې عادي بودیجې او  (۱۵۷،۵۰۵،۴۰۰)  افغانۍ په پراختیایي بودیجې کې زیاتې شوې دي.

۸

په ولایتونو کې د وچې ډوډۍ وېشلو لپاره د اړتیا وړ وجوه

د سیمه ییزو ارګانونو اداره

977,460,219

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له وړاندي شوي جدول سره سم ولایتونو ته لېږل شي دي.

مجموع

 

9,063,111,287

 

د هغو ولایتونو نوملړ چې (2,420,000,000) افغانۍ ور انتقال شوې دي:

ولایتونه

شمېر

هر ولایت ته د پیسو کچه

مجموعه

جوزجان، کنړونه، فراه، لغمان، سرپل، غور، سمنگان، بادغیس، نورستان، پروان، وردگ، کاپیسا، پنجشیر

۱۳

20,000,000

260,000,000

بامیان، پکتیکا، لوگر، دایکندی، زابل، ارزگان

۶

30,000,000

180,000,000

 بلخ، هلمند، فاریاب، نیمروز

۴

50,000,000

200,000,000

پکتیا، غزنی، خوست

۳

60,000,000

180,000,000

کندهار، کندز، بغلان، تخار

۴

100,000,000

400,000,000

ننگرهار، بدخشان

۲

150,000,000

300,000,000

هرات

۱

400,000,000

400,000,000

کابل

۱

500,000,000

500,000,000

مجموع

۳۴

 

2,420,000,000

نوټ: د یادونې وړده، چې د ادارو له عادي وجوې ځینې زیاتونې د ولایتونو په سرجمع کې ترسره شوي دي، چې لست او لګښت یې د خزاینو له عمومي ریاست سره دی.

ب: د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجوي تعدیلات (د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ځانګړې شوې بودیجه)

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس چټکې خپرېدا، د دې ناروغۍ تر بشپړ له منځه تلو وروسته اوږدمهال او لنډ مهاله اقتصادي اندېښنې رامنځته کړې او د هیواد په اقتصادي او مالي شاخصونو باندي د کرونا ویروس (COVID-19) اوږد مهاله او لنډ مهاله منفي اغېزو سیوری وغوړاوه. د کرونا ویروس خپرېدو خصوصي سکټور ته ستر زیان او ګواښونه رامخته کړل او ترڅنګ یې په سترو ښارونو کې قرنطین او بندښت د بېکارۍ او فقر کچه لوړه کړه. د دغو رامنځته شویو ستونزو د مخنیوي په خاطر، مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې یو لړ بودیجوي تعدیلات ترتیب او د کابینې له تائیدۍ او پارلمان له منظورۍ وروسته یې اجراکړل، چې په وړاندیز شویو تعدیلاتو کې هم یوه برخه له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې وه.

د ۱۳۹۹ مالي کال په بودیجوي تعدیلاتو کې، د ملي بودیجې له داخل څخه یوه برخه وجوه د لاندي مواردو لپاره د کرونا له ویروس سره د مبارزې په موخه په پام کې نیول شوې وه:

  • د هیواد د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروګرام - دا چې د کرونا ویروس خپرېدو له کبله په سیمه کې ټول سوداګریز فعالیتونه اغېزمن شوي وو او د هیواد د سوداګرۍ بیلانس یې هم زیانمن کړی وو، د هوایي دهلېزونو او له ځمکنیو لارو د کرنیزو محصولاتو صادرولو د پام وړ کموالی وموند. په همدې مهال دولت پرېکړه وکړه، چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هیواد د کرنیزو محصولاتو د ښه خونديتوب او مدیریت په موخه وړې او سترې سړې خونې او د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره فابریکې جوړې کړي او د کال په اوږدو کې یې د هیواد ټولو برخو ته وړاندي کړي.
  • په کوویډ - ۱۹ پوري تړلي لګښتونه او ټولنیز مسایل – د چپرکټونو، وسایلو او نورو توکو د پېرنې او له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شوه، څو له دغو پیسو څخه د کرونا ویروس سره د مبارزې او پرې د اخته کسانو د درملنې لپاره ګټه ترې واخیستل شي.
  • په مرکز او ولایتونو کې زیانمنو ته د وچې ډوډۍ وېشنه  – د ترتیب شوي پلان پر بنسټ حکومت د وچې ډوډۍ وېشلو پروتوکل ومنل، چې له مخې یې نانوایانو ته مواد او اړین لګښتونه په واک کې ورکړل شول، څو وچه ډوډۍ ووېشي او دا له بېوسه وګړو سره یو ډول ټولنیزه مرسته وه.

له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ادارو پراختیایي اختیاري پروژو او عادي بودیجې ته په بودیجوي تعدیلاتو کې ور زیاتول.

د بودیجې ډول

تفصیل

ځانګړې شوې بودیجه

عادي

د عامې روغتیا وزارت۲۱کود ته ور زیاتول

د معاشونو کمښت

150,000,000

د عامې روغتیا وزارت۲۲کود ته ور زیاتول

د کرونا له ویروس سره د مبارزې لپاره د ۷۷۰ میلیونه ریزرفي وجوه
د جوزجان، تخار، بادغیس او نورستان ولایتونو کې د کرونا ویروس له مبارزې سره د توکو او وسایلو د پېرلو لپاره ۷۰۰ میلیونه افغانۍ

1,470,000,000

مجموعه

1,620,000,000

د عامې روغتیا وزارت په لاندي پراختیایي پروژو کې له پراختیایي اختیاري وجوې، څخه د اړتیا وړ بودیجه دې وزارت ته په پام کې نیول شوې ده، څو له کرونا سره د مجادلې په برخه کې خپلو فعالیتونو او یاهم په راتلونکي کې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ګټه ترې واخلي:

پرمختیایي

د عامې روغتیا وزارت

(AFG-370727) پروژه:په ولایتونو کې د روغتونونو او کلینکونو رغونه او جوړونه او د تجهیزاتو پېرل.

713,311,048

(AFG-370868) پروژه: له ۱۳۹۶ تر ۱۴۰۰ کال پوري د کلینیکونو، روغتونونو جوړونه او ولایتي پروژې.

684,000,000

(AFG-370135) پروژه: په ملي کچه په روغتونونو کې د چوپړتیاوو ښه کول

200,000,000

(AFG-370233) پروژه: د هیواد په ولایتونو کې د مخدره مواد د معتادینو مرکزونه جوړول.

200,000,000

مجموع

1,797,311,048

د کرونا ناروغۍ سره د مبارزې پوري تړلو پروګرامونو لپاره د پراختیایي بودیجې ځانګړې کول

د اوبو او انرژۍ وزارت

په کابل کې د اوبو او انرژۍ وزارت، د کابل د اوب ځوړونو پروژې – د کارموندنې پروګرام-

1,000,000,000

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت- د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژه

5,856,644,699

په بودیجوي تعدیلاتو کې له کرونا سره د مبارزې لپاره ټوله ځانګړې شوې بودیجه

10,273,955,747

نوټ: د مالیې وزارت د بودیجې عمومي ریاست یوازي د بودیجې د تخصیص او چمتو کولو مسؤلیت پرغاړه لري او په ټاکلي موده کې له کرونا سره د مبارزې لپاره اړوندو ادارو ته د اړتیا وړ بودیجه چمتو کوي. د لګښت ډول او کچه یې د اړوندو ادارو پرغاړه ده، څو یې د څرنګوالي په تړاو معلومات وړاندي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .