د کار زده کوونکو د ګمارنې په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا

admin_mof
خبر

د مالیې وزارت، د کاري زده کړو او پراخو عملي تجربو ترلاسه کولو او ځوان نسل ته د کار زده کړې پروسې ملاتړ او د دې ترڅنګ د ځوان نسل د ځواک تشخیص او ودې په موخه ژمن دی، چې په مرکز (کابل) کې له دولتي او خصوصي پوهنتونو او یا هم د خصوصي او دولتي پوهنتونو د وروستیو سمسټرونو د نویو فارغ شویو او په شرایطو د برابرو کسانو د جذبولو او منلو لپاره د دې وزارت په مختلفو ادارو کې د ستاژ او مسلکي زده کړو برابرولو لاره هواره کړي او له هر ډول نژادي تبعیض څخه پاک او سالم کاري چاپېریال رامنځته کړي.

یاد پروګرام د کار زده کوونکو ته د وړتیا اصل په پام کې نیولو سره نارینه او ښځینه ؤ ته د مالیې په وزارت کې د عملي تجربو چاره برابروي او د روزنې او مشورې ورکړې له تګلارې په ګټه اخیستنه په مسلکي او اداري برخو کې د دوی وړتیا تقویه او لوړوي.

له همدې کبله په شرایطو ټولو برابرو کسانو ته خبر ورکول کېږي، چې د مالیې وزارت په پام کې لري څو د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره ۶۵ تنه د مالیې وزارت د کاري شیفټ پر اساس د ازادې سیالۍ له لارې ومني. په شرایطو له ټولو برابرو کسانو نارینه او ښځینه ؤ څخه هیله کېږي، چې په دې پروګرام کې د ګډون لپاره لاندې لينک ته (-https://www.jobs.af/jobs/karamwz-2) مراجعه وکړي.

همدا شان د تحصیلي اسنادو او تذکرې کاپي لاندي ایمېل پتې ته واستوي.

TD.HR@mof.gov.af

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

Back to announcements