د ولایتي مستوفیتونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۳
.............


د کب ۳۰مه ۱۴۰۳ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د ولایتی مستوفیتونو (۴۰) تنو کارکوونکو ته « د موټرسیکلونو د ثبت او ګمرکي محصول روزنیز پرګرام » تر سرلیک لاندي (۱۸) ورځنی روزنیز پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
په دغه پروګرام کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست، د قانون پلي کولو رئیس  مولوي محمد نعیم منصور، د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادی سیف الخالد، د مالیې وزرات د ولایتی عوایدو د انسجام سرپرست رئیس مولوي دوست ثاقب، د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمر مفتي نیاز محمد منصور، د ګمرکونو او عوایدو  ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي او د یاد آمریت ښوونکو ګډون کړی وو.
د دعودت او ارشاد رئیس وویل، چي د مؤمن نیت باید سپېځلی وي او خپل مسئولیتونه په پوره صداقت او ایماندارۍ ترسره کړي او الله ج فرمایي: (څوک چي د الله  ج د رضا اراده لري؛ نو ښه اعمال دي ترسره کړي) نوموړي د روژې مبارکي په میاشت کي د زیاتو ښو اعمالو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
د عوایدو لوی ریاست د قانون پلي کول رئیس ګډونوالو ته وویل، چي د روزنیزو پروګرامونو د مطالبو له ترلاسه کولو وروسته تاسي ته دوه مسئولیتونه متوجه دي؛ یو دنیوي او بل هم اخروي؛ نو خپلي چاري په صداقت او ریښتینولۍ تر سره کړئ، څو د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا سبب وګرځئ.
د یادوني وړ ده، چي په دغه روزنیز پروګرام کي د مستوفیتونو کارکوونکو ته د مسلکي ښوونکو له لوري د موټرسیکلونو د ثبت او ګمرکی محصول پروسه، د ګمرکي اظهارلیکونو تشرېح، ګمرکي قوانین، بیي ټاکني او اسیکوډا سیسټم په برخو کي نظري روزنه ورکړل سوه او همدارنګه د عملي کار له پاره د کابل ګمرک ریاست د چارو د لیدني له پاره ور معرفي سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو روزنیز پروګرام جوړ سو

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د ننګرهار ولایت صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو په اړه روزنیز پروګرام د یاد ولایت  مستوفیت د غونډو په تالار کي جوړ سو.. . .

BACK TO NEWS