د وطني غالیو صادرولو په تړاو د ماليې وزارت اعلامیه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۲:۱۰
خبر

په دې ورستیو کي ځینو رسنیو او بنسټونو داسي راپورونه خپاره کړي، چي ګواکي د ا.ا.ا د وطني غالیو پر صادرولو بندیز لګولی دی. د ماليې وزارت دغه راپورونه بي بنسټه بولي او په کلکه یې ردوي.
د ا.ا.ا په ځانګړي ډول د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د وطني غالیو په ګډون د نورو کورنیو تولیداتو د صادراتو لپاره د تېر په پرتله ګڼي اسانتیاوي برابري کړي او د ګمرکي پړاوونو اسانه کولو ته یې لومړیتوب ورکړی.
همداشان وړۍ، چي د غالیو او نورو اوبدونکو توکو خام مواد چمتو کوي، نو پر همدې اساس د کورنیو تولیداتو د لا ودي په موخه یي پر صادرولو بندیز لګول سوی.
د ماليې وزارت له ټولو رسنیو څخه غوښتنه کوي، هغه راپورنه چي عامه ذهنیتونه مخشوشوي، له خپرولو يي ډډه وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

BACK TO NEWS