د هېواد د یوولسو ګمرکونو د کمېشنکارانو یوزرونه بند شول

admin_mof
اطلاعیه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کمېشنکارانو د لغوه کولو په موخه نن د ۱۴۰۰ مالي کال د غویي میاشتې لمړۍ نېټه د هېواد د یوولسو ګمرکونو (پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کنړ، تخار، شېرخان بندر او د کندهار، بلخ او هرات د هوایي ډګرونو) د کمېشنکارانو یوزرونه بند کړل.

د کابینې د پرېکړې پر بنسټ سوداګریز شرکتونه اړ دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي چارو د مرحلو د پرمخ وړلو لپاره په اسیکوډا سیسټم کې یوزر جوړ کړي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست یو ځل بیا ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غواړي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي چارو د مرحلو د پرمخ وړلو لپاره ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب پاڼې (https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته له معتبره اسنادو (اصلي تذکرې، د شرکت جواز او تشخیصیه(TIN) شمېرې سره د هېواد د ګمرکونو ټولو ادارو ته ورشي او په اسیکوډا سیسټم کې یوزر جوړ کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!

د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

Back to announcements