د هرات ګمرک کارکوونکو د قاچاقي درملو د واردولو مخه ونیوله
د هرات ولایت د ګمرک ریاست د تشرېح څانګي کارکوونکو د خپلو هلو ځلو په پایله کي د ټایرونو په یوه وارداتي محموله کي زیاته اندازه د ټیټ کیفیت ټابلیټونه، چي په غیر قانوني ډول هیواد ته واردېدل، کشف او ونیول.
د يادوني وړ ده، چي په تېرو دوو کلونو کي هيواد ته د بې کيفيته او ممنوعه درملو د واردولو د مخنيوي په موخه يو لړ اصلاحات او قوانين وضع سوي، چي له مخي ئې واردوونکي شرکتونه بايد د عامي روغتيا وزارت او د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې جواز ولري.
دغه راز هغه درمل، چي په قانوني ډول هيواد ته واردېږي، د کیفیت له تجزیې او څېړلو وروسته د ګمرک له پروسې څخه تېرېږي او بیا بازار ته وړاندي کېږي.
