د هرات ولایت په گمرک کي د یوه کارکوونکي په ګډون پنځه تنه د مالي فساد او غلا په تور ونیول سول!
د هرات ګمرک د ګودامونو څانګي یو تن کارکوونکی، درې تنه کاریګر او د سوداګریز شرکت یو کارکوونکی د همدې شرکت د سوداګریزو توکو د غلا او مالي فساد په تور ونیول سول.
دغه کارکوونکی او ورسره درې تنو کاریګرو د یوه سوداګریز شرکت د کارکوونکي په لارښوونه او د پیسو په بدل کي د یاد شرکت له وارداتي توکو څخه یوه اندازه قیمتي اجناس غلا او یاد کارمند ته ئې سپارلي ول، چي د ګمرک د مسولینو په هلو ځلو ټول تورن کسان ونیول سول او په خپل جرم ئې اعتراف وکړ.
یاد کسان د نورو څېړنو او اجراآتو په موخه مربوطه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل سوي دي.