د ننګرهار ګمرک اړوند د کابل کمپ په ګمرک کي د (۵۱،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت ودانیزي پروژې پیل سوې!

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۴:۳۳
............

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادریس، چي د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس محمد موسی عمر ئې ملتیا کوله ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته ئې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند او د ننګرهار ګمرک رئیس محمد خالد منظور احمد په شتون کي د ننګرهار ګمرک اړوند د کابل کمپ په ګمرک کي د (۵۱،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د ودانیزو پروژو د پیلېدو پرانېسته وکړه.
 په یادو ودانیزو پروژو کي د کابل کمپ ګمرک (۶۷۰۰) متره چاپېر دېوال او (۷) بابه ټاورونه شامل دي، چي چاري به ئې تر راتلونکو لسو میاشتو پوري بشپړي سي.
د ګمرکونو او عوایدو معین د یادو پروژو د پیلېدو په پرانيستغونډه کي وویل، چي په پام کي ده د هیواد په نورو ګمرکونو کي هم ورته پراختیایي پروژې پلي سي او په هیواد کي د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په برخه کي به ښې پایلي ولري.
د ګمرکونو لوی رئیس له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چي د پروژې په پلي کېدو کي دي په جدي توګه د قرارداد مواد او شرایط په نظر کي ونیسي او چاري دي په معیاري توګه په ټاکلې موده کي بشپړي کړي.
د یادوني وړ ده، چي د یادو ودانیزو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS