د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه
د زمري ۱۱مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د مستوفیتونو د چارو مرستیال او د عوایدو لوی ریاست اړوندو رئیسانو او آمرینو په ګډون د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه.
د ناستې په پيل کې د عوایدو لوی رئیس په خپلو خبرو کې وویل، چې د مستوفیتونو او مرکز ترمنځ د همغږۍ د پیاوړي کولو او د پرېکړو د اغېزمن تطبیق لپاره دا ډول آنلاین ناستې په منظم ډول ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې مسئولین باید خپلې دندې په پوره مسئولیت ترسره کړي؛ ترڅو چارې له ځنډ پرته په ټاکلي وخت بشپړې او د کار په بهیر کې هر ډول نیمګړتیاوي له منځه ولاړي شي.
د عوایدو لوی رئیس همداراز محترمو مستوفيانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د چارو د لا ښه تنظیم لپاره د څارنې او همغږۍ کمېټې جوړې کړي؛ ترڅو له هغو کارکوونکو سره چې په ځینو برخو کې لا ډېرو لارښوونو او همکاریو ته اړتیا لري اړینې همکارۍ وکړي او اړوندې چارې یې په ښه توګه ترسره شي.
د ناستې په لړ کې د ودونو د تالارونو او مېلمستونونو د اجراآتو او څارنې، د روغتیايي مرکزونو د عوایدو د ټاکنې او څارنې او د دوسیو د ارزونې په تړاو د عوایدو لوی ریاست د ځانګړې پرېکړي، چې وروستی مکتوب یې د مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست له لوري صادرېږي، د ولایتونو د خدمتونو د وړاندې کولو برخي د (KPI) او د (۱۴۰۴) هـ.ل او (۱۴۰۵) مالي کال د لومړۍ ربعې مقایسوي راپور د اړوندو موضوعاتو په تړاو هر اړخیز بحثونه وشول.
په پای کې د ګډونوالو پوښتنو او وړاندیزونو ته ځوابونه ورکړل شول او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
