د مرکزي سېلو او مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکتونو ارزونه وسوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۷
خبر

د دولتي شرکتونو د ارزوني په دوام، د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د ټاکل سوي کمېټې له لوري، د مالیې وزارت اړوند د مرکزي سېلو او د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکتونو ارزونه، د جلا غونډو په ترڅ کي ترسره سوه
په لومړۍ غونډه کي د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت مسؤلینو د دغه شرکت د تاریخچې، فعالیتونو، پلانونو او د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د رامنځته سوو اصلاحاتو په تړاو معلومات وړاندي کړل او یادونه ئې وکړه، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په دغه شرکت کي د مسلکي اشخاصو ګمارني، سیسټم جوړوني او له فساد سره مبارزې ته ځانګړې پاملرنه سوې ده. همدا راز د یو منظم مالي ډېټابېس نشتون، تدارکاتي قوانین او په مالي برخه کي غیر ثابت بدلونونه د یاد شرکت له ستونزو څخه یاد سول، چي د کمېټې د غړو او کارپوهانو له لوري د یادو ستونزو د حل لپاره مناسبي لاري چاري وړاندي سوې.
په دوهمه غونډه کي د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت هر اړخیزه ارزونه وسوه، چي په تېرو شلو کلونو کي یاد شرکت له پامه غورځېدلی او یو ځپل سوی شرکت یاد سو؛ خو د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته نوموړي شرکت یو ځل بیا خپل لومړني فعالیتونه پیل کړل، اوسمهال له بد مالي وضعیت څخه راوتلی او د بېلابېلو ادارو سره ئې په اړوندو برخه کي قراردادونه لاسلیک کړي او په عمومي کچه هم خدمات وړاندي کوي.
د دغه شرکت له تولیداتو څخه د ګټي اخیستني په برخه کي د دولتي ادارو نه پاملرنه یوه ستونزه یاده سوه، چي د مرکزي سېلو د تولیداتو په کچه ئې منفي اغېزه کړې ده. په دې برخه کي د شرکت مسؤلینو ډاډ څرګند کړ، چي تولیدات ئې معیاري او قیمتونه ئې مناسب دي، ټول دولتي او خصوصي بنسټونه کولای سي، چي په غوره کیفیت سره په ډاډه زړه د مرکزي سېلو او د فعالو سوو ولایتي سېلوګانو له تولیداتو او خدماتو څخه ګټه واخلي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د کمېټې غړو او کارپوهانو د مرکزي سېلو دولتي شرکت د فعالیتونو د لا پراختیا او ښې بازار موندني په برخه کي، د شرکت له مسؤلینو سره خپل مهم نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د چنګاښ۱۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د ۱۴۰۵ کال د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د نویو کانسيپټ نوټونو د پېژندني په موخه ورکشاپ جوړ سو!


سه شنبه د چنګاښ ۱۰ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د (۱۴۰۵هـ.ل) کال د پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د نويو کانسيپټ نوټونو (لومړنیو طرحو) د پېژندني په موخه د عامه پانګوني پروسې ورکشاپ د پالیسۍ معینیت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د ملت سوداګریز مارکېټ رغنیزي چاري په چټکۍ رواني دي!


د چنګاښ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت اړوند د ملت په نوم سوداګریز مارکېټ، چي د کابل ښار په درېیمه ناحیه (میرویس میدان) سیمه کي موقعیت لري او تړون ئې د عامه او خصوصي مشارکت له لاري د مالیې. . .

BACK TO NEWS