د مالیې وزیر ننګرهار ولایت ته سفر وکړ
د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کي تېره ورځ د ننګرهار ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه.
د مالیې وزیر د دغه ولایت د ګمرک رئیس، کارکوونکو او نورو اړوندو مسئولینو سره د لیدني سربېره د نوی ګمرک له ساحې او کارونو څخه هم لیدنه وکړه او له مسولینو سره یې تر ګڼو خبرو اترو وروسته د دوی ستونزي واورېدې او د حل په موخه یې اړیني سپارښتني ورته وکړې.
د یادوني ده، چي ښاغلي بدري د دغه سفر په لړ کي د یاد ولایت د کرني او مالدارۍ او اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له رئیسانو سره د لیدني تر څنګ د زیتونو د یوه لوی فارم په پرانیسته کي هم ګډون وکړ.
