د مالیې وزارت ورودي کچې د ۲۲۰ بستونو د ازموینې سیالي

ناپیژنده (not verified)
جمعه ۱۳۹۹/۷/۱۱ - ۱۴:۱۵
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمیشنر ښاغلي سید حشمت الله هاشمي، د ازموینو ملي ادارې رئیس ښاغلي عبدالقدیر خموش، د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل رحیمي، د کابل پوهتنون رئیس ښاغلي محمد عثمان بابري، د مدني ټولنو غړو او رسنیو په حضور کې د تلې میاشتې په ۱۱ مه نېټه د مالیې وزارت د ۲۲۰ بستونو د ازموینې سیالي د کابل په پوهنتون کې ترسره شوه.

په دې پروسه کې  ۱۳۰۹۸کسانو د غوښتنو فورمونه ترلاسه کړي و، چې له دې ډلې ۹۳۴۲ کسان په شرایطو برابر پېژندل شوي ول.

په پیل کې د کابل پوهنتون رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او ټولیزې ازموینې کاندیدانو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه. نوموړي زیاته کړه د دولتي ادارو وړتیا لوړول د پراختیا سرچینو یو برخه ده چې د ازادې سیالۍ له لارې تر سره کیږي. نوموړي وویل چې کابل پوهنتون به په دې برخه کې همکاري وکړي.

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست، په دې بهیر کې د روڼتیا له تامین څخه ډاډ ورکړ او ویې ویل:" نن ورځ د بېساري خوښۍ ځای دی، چې خپلې هغې سترې ژمنې ته رسېږو چې د مالیې وزارت تش او پیشنهادي بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې شول او خپله ژمنه مو پوره کړه. د دې ۲۲۰ اعلان شویو بستونو له ډلې ۸۳ شپږم او ۱۳۷ نور یې پنځم بستونه دي". هغه زیاته کړه:" د مالیې وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سره د هوکړې له مخي موږ ژمن یو چې له ورودي کچې نه نیولې تر کلیدي بستونو پورې د مالیې وزارت ټول پیشنهادي او تش بستونه په تدریجي ډول ازادې سیالۍ ته وړاندې کړو."

هغه زیاته کړه، چې د جنسیت د مساويتوب اصل په پام کې نیولوسره یو شمېر مشخص بستونه مو ښځو ته ځانګړي کړي دي، چې د ۲۲۰ بستونو له ډلې ۱۰۱ یې د ښځینه طبقې لپاره دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمیشنر په جمعې ازموینه کې د اړوندو ادارو له همکارۍ او د مالیې وزارت له باور څخه مننه وکړه او وویل چې دا لومړی ځل دی چې مالیې وزارت ۲۲۰ د ورودي کچې بستونه د کمېسیون له لوري ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د ازموینې پروسې اساس د شایسته سالاري، روڼتیا اصل او په دولتي ادارو کې د مسلکي ظرفیتونو جذب له مخې کیښودل شوی دی او موږ غواړو چې عدالت ته په کتو سره د غوره کدرونو حذبولو له لارې خلکو ته اساسي خدمتونه وړاندې کړو تر څو زموږ خلک وکولی شي له دې لارې ټولنیز عدالت ته ورسیږي.

د ازموینې ملي ادارې رئیس د پوښتنو او د ازموینې نحوې په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او د مالیې وزارت رهبرۍ او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له باور څخه یې مننه وکړه. نوموړي د ازموینې ګډونوالو ته په دې بستونو کې د همکارۍ او روڼتیا ډاډ ورکړ.

په پای کې د پوښتنو کڅوړه د چارواکو، ټولنیزو رسنیو، مدني ټولنو او د ورودي کچې بستونو د کاندیدانو  استازي په شتون کې پرانیستل شوه.

خبر

د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سره د هوکړې له مخي د مالیې وزارت ټول تش او غیر رقابتي بستونه به په دریو پړاوونو (ټیټ پوړي بستونه، منځني بستونه او لوړ رتبه بستونه) په تدریجي ډول اعلان ته وسپارل شي او دا چې ازاده سیالي یوه اوږد مهاله پروسه ده او د مالیې وزارت د تشو بستونو پروګرام داسي تنظیم شوی چې د مالیې وزارت د کاري چارو د خنډ سبب نه شي.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS