د مالیې وزارت نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته د کمپیوټر دوه میاشتنی روزنیز کورس جوړ سو!

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۴:۵۲
...............

 

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د مرکز نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته د کمپیوټر دوه میاشتنی روزنیز کورس جوړ کړ.
د دغه پروګرام په پرانیستغونډه کي، چي د دغه وزارت په خیبرهال کي جوړ سوې وه، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس عمران احمد فرحان او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر د غونډي ګډونوالو ته په خطاب کي وویل، خوښ یم، چي ستاسي په څېر ځوانان په دې نظام کي حضور لري، د دې نظام د پیاوړتیا او د شهیدانو د پاتي ارمانونو د پوره کولو لپاره هیڅ ډول هڅي مو ونه سپموئ او لکه څنګه مو، چي د جګړې په ډګر کي د دغه اسلامي نظام دښمنان مات کړل، د مسلکي پوهي په ترلاسه کولو او د خپل ظرفیت او وړتیا په لوړولو سره په اقتصادي، فرهنګي، اخلاقي او د ټکنالوژۍ په ډګر کي هم پوره هڅي وکړئ. دا نظام د لا پیاوړتیا او راتلونکي نسل ته د یوې الګو په توګه اقتصادي او فرهنګي کار ته اړتیا لري.
د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس عمران احمد فرحان په خپلو خبرو کي وویل، چي دغه روزنیز پروګرامونه ستاسو د پوهي د کچي د لوړولو او د کاري وړتیا لوړولو لپاره یو ښه فرصت دئ؛ ترڅو په خپله کاري برخه کي اغېزمن تمام سئ؛ نو له روزنیزو پروګرامونو څخه پوره ګټه پورته کړئ او هغه څه چي په نظري بڼه زده کوئ په عمل کي ئې هم پلي کړئ.
د یادوني وړ ده، چي په دغه دوه میاشتني پروګرام کي ګډونوالو ته د ورډ او اېکسل پروګرامونه تدریسېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د لېندۍ ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته. . .

BACK TO NEWS