د مالیې وزارت سرپرست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزېرې سره ولیدل

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۸:۲۵
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیرې معصومې خاوري، سره د مالیې په وزارت کې په یو لړ مهمو پروژو خبرې او بحث وکړ.

په دې ناسته کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تخنیکي ټیم هم حضور درلود، دواړو لوریو د ډیجیټل کاسا سترې پروژې د کاري بهیر په چټکېدو، د دې پروژې په وړاندې د خنډونو او ستونزو په حل لارو، د یاد وزارت په تشکیل، د NTA او قراردادي کارکوونکو د معاشونو او نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست، له دوی سره ژمنه وکړه، چې ذکر شویو موضوعاتو ته به د هېواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو سره رسېدنه کېږي.

خبر

د ناستې په پای کې د یادو موضوعاتو په تړاو اړینې پرېکړې وشوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

BACK TO NEWS