د مالیې وزارت سرپرست د لوی څارنوالۍ اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له عمومي رئیس سره وکتل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن د لوی څارنوالۍ اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له عمومي رئیس محمد ظریف علم ستانکزي، سره وکتل.
دواړو لوریو په دې لیدنه کې د لا زیاتو اصلاحاتو پلي کولو، له اداري فساد سره د مبارزې او دواړو ادارو ترمنځ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په تړاو د نظرونو تبادله او بحث وکړ.

د لوی څارنوالۍ اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز عمومي رئیس د مالیې وزارت له سرپرست سره ژمنه وکړه، چې له فساد سره د مبارزې په پرخه کې به د مالیې له وزارت سره هر اړخیزه همکاري کوي.