د مالیې وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده نن د سلواغې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره د پیژندنې ناسته وکړه.
په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ معین او د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو کمېسیون د برخې همکارانو هم شتون درلود، په دوه اړخیزې سوداګرۍ کې له خنډ څخه د مخنیوي لپاره نوې او بدیلې لارې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې څو د اسلام کلا په ګمرک کې د وروستۍ اور لګیدنې حادثې له امله د اموالو د لیږد جریان متاثره نه شي.

ښاغلي امینیان د افغانستان – ایران تر منځ د بین الحکومتي ګډ کمېسیون شپږمې ناستې جوړیدو ته د چمتو والي ښودلو تر څنګ د دې هیواد له لوري د سوداګرۍ په چارو کې د اسانتیا راوستلو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه. د افغانستان اسلامي جمهوریت د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي پاینده د اسلام کلا په ګمرک کې د اور لګیدنې په مهارولو کې د ایران له همکارۍ مننه وکړه او د سوداګرۍ په لا پراختیا یې ټینګار وکړ.