د مالیې وزارت د مراسلاتو په لېږد کي نوښت رامنځته سو

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۵
...........

د غويي ۱۳مه۱۴۰۵ هـ.ل 
د مالیې وزارت د اسنادو او ارتباط ریاست د آرشیف آمریت د دغه وزارت د اداري مراسلاتو د استولو په لارو چارو کي نوښت رامنځته کړی، چي د اړوندو اداري مکتوبونو تبادله کولو بهیر اسانه او لګښت ئې راکموي.
د دې نوي نوښت موخه، چي د اداري مراسلاتو د لېږلو په لارښود کي راغلې ده، د چارو بهیر چټکول او د رسېدني موده لنډول، د وخت د ضایع کېدو مخنیوی، د اسنادو د جعل مخه نیول، د شفافیت او حساب ورکوني زیاتول، د کاغذ په کارولو کي سپما او د لګښتونو کمول دي.
د اسنادو او ارتباط ریاست د آرشیف آمریت د اداري مراسلاتو د لارښود له مخي، د داخلي ادارو هغه اسناد، چي ټاکل سوې د دې ریاست د سیسټم له لاري واستول سي، اصلي مکتوب او ضمیمې په سیسټم کي ثبتېږي او وروسته لېږل کيږي. سیسټم ترلاسه کوونکو ته خبرتیا (پیغام) ورکوي او ترلاسه کوونکي له کتني وروسته د مکتوبونو د (پي- ‌ډي- ‌اف) بڼه ډاونلوډ، پرنت او مهر پرې وهي او د نورو اجراآتو په موخه ئې اړوند مسئول ته وړاندي کوي.
که چیرته د مکتوبونو فزیکي لېږل اړین وي، لکه قراردادونه، سوانح، نقشې، د املاکو او مالي اسناد لکه (م۱۶)، د آرشیف له سیسټم څخه تر صادرېدو وروسته باید په فزیکي بڼه ولېږل سي. همدارنګه هغه اسناد، چي د پاڼو اندازه ئې پراخه وي، لکه  (A3)او په عادي سکینر کي ئې سکینول ممکن نه وي، له سیسټم څخه صادر او په فزیکي بڼه لېږل کېږي.
متحدالمالونه د مالیې وزارت اړوندو ادارو ته د سیسټم له لاري او بهرنیو ادارو ته اوس مهال په فزیکي ډول لېږل کېږي.
دا په داسي حال کي ده، چي تر دې وړاندي د ماليې وزارت د داخلي او يا هم بهرنيو ادارو اړوند مکتوبونه او اداري مراسلات د پوست له لاري او په فزيکي ډول لېږل کېدل.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د پروسږ کال په څلورمه ربعه کې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ د (۱۴۰۴) هـ.ل کال په څلورمه ربعه کې څه باندې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې ډېری معترضو مالیه ورکوونکو د بورډ پر پرېکړو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۰
Background image

د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه (۷۰) تنه قوماندانان فارغ شول

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ماليې وزارت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه د مرکزي او ولايتي امنيتي مفروزو او ګرځنده څارنې (۷۰) تنه قوماندانان له (۱۰) ورځني روزنيز. . .

BACK TO NEWS