د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست ۳۶۵ شکایتونو ته رسېدنه کړې ده!

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۴:۵۸
...............

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت اړوند د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د تېر (۱۴۰۲هـ.ل) مالي کال په وروستیو دريو میاشتو کي (۳۶۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده.
یاد ریاست ته د (۱۴۰۲هـ.ل) مالي کال په وروستیو دريو میاشتو کي سلګونو مالیه ورکوونکو (اصنافو او د شرکتونو مسؤلینو) د مالیې د ورکړي په بېلابېلو برخو کي خپل شکایتونه استولي ول، چي د یاد ریاست د شکایتونو د ارزوني تخنیکي کمېټې له لوري د ټولو شریک سوو شکایتونو له ډلي (۳۶۵) شکایتونو ته له دقیقي ارزوني وروسته، رسېدنه کړې او حل کړي ئې دي.
د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د خپل مسلکي او تخنیکي ټیم په وسیله د مالیه ورکوونکو شکایتونو ته د رسېدني په موخه، سیمي ته ځي او هر مالیه ورکوونکی، چي له تثبیت سوي مالیې څخه خوښ نه وي شکایت ته ئې رسېدنه کوي او بشپړ رضایت ئې ترلاسه کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS