د ماليه ورکوونکي د پېژندگڼي په اړوند خبرتيا

admin_mof
اطلاعیه

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست په پلازمېنه کابل او مستوفيتونو کي ټولو د لويو او کوچنيو کاروبارونو لرونکيو (د شرکتونو څښتنانو، سوداگرو، هټيوالو، کسبگرو او د دولتي او نادولتي ادارو يا شرکتونو او مؤسسو کارکوونکو) ته په خورا درنښت خبر ورکوي چي د دوی د مالياتي چارو د چټکتيا، د مالياتي دوسيو او سوابقو د ثبت د ښه خونديتوب او د مالياتي جريمو د مخنيوي له پاره اړين دي چې د ماليه ورکوونکي پېژندگڼه (TIN) تر لاسه کړي.

د هيواد د نافذه قوانينو پر بنسټ، که چېري يو ماليه ورکوونکی د ماليه ورکوونکي پېژندگڼه ونه لري، نو له مالياتي جريمو سره مخ کیږي او د لويو او کوچنيو کاروبارونو لرونکو (د شرکتونو څښتنانو، سوداگرو، هټيوالو، کسبگرو او د دولتي او نادولتي ادارو يا شرکتونو او مؤسسو کارکوونکو) ته د اسانتياوو په موخه په پلازمېنه کابل کي د ماليه ورکوونکي پېژندگڼي مرکزي آمريت او په ولايتونو کي د مستوفيت ادارو څخه تر لاسه کولای سي او يا هم په برېښنايي ډول د دغه لېنک (http://tin.ard.gov.af) په کښېکاږلو سره د ماليه ورکوونکي د پېژندگڼي غوښتنليک ته سر ورښکاره کولای، ډکولای او تعقيبولای سي او په فزيکي ډول د دغه قانوني سند د چمتووالي پر مهال د تر لاسه کولو له پاره ټاکلي ادارې ته ورتللای سي او د دغو ادارو دروازې تل د هېوادوالو پر مخ پرانيستي دي.

د لا زياتو معلوماتو له پاره د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د اړيکوالو خدمتونو مرکز له (۱۰۰۰) شمېرې او د دغه رياست له رسمي برېښليک (info.ard@mof.gov.af) سره اړيکه ټينگولای سي.

زموږ ماليه - زموږ هېواد - زموږ راتلونکی

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

Back to announcements