د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له مستوفیتونو سره انلاین ناسته وکړه
د غبرګولي ۳۱مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښې همغږۍ، یوشانوالي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه د عوایدو تخنیکي مرستیال، د عوایدو لوی ریاست رئیسانو او آمرینو، مستوفيانو او د ولایتونو د عوایدو آمرینو په انلاین بڼه ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د عوایدو عملیاتي مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ولایتونو کې د اداري چارو د لا ښه والي او چټکتیا له پاره له اړوندو ولایتي ادارو سره پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې د ولایتي ادارو ترمنځ نږدې همکاري نه یوازي د چارو په چټکتیا کې مرسته کوي، بلکي د عوایدو د ټاکل شویو موخو پر وخت ترلاسه کولو کې هم مهم رول لري.
همداشان د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست له لوري په مرکز او ولایتونو کې د چارو د یوشان تطبیق په موخه د جایدادونو د ونډې کرایې، د اصنافو د ثابتې مالیې، د پمپ سټېشنونو، رسټورانټونو، د معاملاتو د لارښوونې دفترونو، ډاکټرانو او دارالوکالو د مالیاتو د راټولولو اړوند پروسو، طرزالعملونو او نورمونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، د تنفیذ او اطاعتپذیرۍ ریاست له لوري د (KPI) راپورونو د ارزښت، اهمیت او عملي کارونې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول. ورپسې د عوایدو د تحقیق، پلان او نظارت ریاست د (۱۴۰۴ او ۱۴۰۵) مالي کلونو د لومړۍ ربعې د عوایدو مقایسوي راپور وړاندې او د عوایدو د وضعیت په اړه یې معلومات شریک کړل.
د ناستې په وروستۍ برخه کې مستوفيانو او د عوایدو آمرینو خپلې نظریې، وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې مطرح کړې او د چارو د لا پراختیا او ښه والي په اړه یې له مسئولینو سره خپل نظرونه شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو د کاري ستونزو، لاسته راوړنو او پرمختګونو د ارزونې او تعقیب په موخه په هرو پنځلسو ورځو کې له ولایتي ادارو سره انلاین ناستې کوي؛ ترڅو د عوایدو په برخه کې د چارو همغږي او اغېزمنتیا لا پیاوړې شي.
