د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له مستوفیتونو سره انلاین ناسته وکړه

syllab_admin
Mon, Jun 22 2026 2:39 PM
.........

د غبرګولي ۳۱مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښې همغږۍ، یوشانوالي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه د عوایدو تخنیکي مرستیال، د عوایدو لوی ریاست رئیسانو او آمرینو، مستوفيانو او د ولایتونو د عوایدو آمرینو په انلاین بڼه ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د عوایدو عملیاتي مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ولایتونو کې د اداري چارو د لا ښه والي او چټکتیا له پاره له اړوندو ولایتي ادارو سره پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې د ولایتي ادارو ترمنځ نږدې همکاري نه یوازي د چارو په چټکتیا کې مرسته کوي، بلکي د عوایدو د ټاکل شویو موخو پر وخت ترلاسه کولو کې هم مهم رول لري.
همداشان د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست له لوري په مرکز او ولایتونو کې د چارو د یوشان تطبیق په موخه د جایدادونو د ونډې کرایې، د اصنافو د ثابتې مالیې، د پمپ سټېشنونو، رسټورانټونو، د معاملاتو د لارښوونې دفترونو، ډاکټرانو او دارالوکالو د مالیاتو د راټولولو اړوند پروسو، طرزالعملونو او نورمونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، د تنفیذ او اطاعت‌پذیرۍ ریاست له لوري د (KPI) راپورونو د ارزښت، اهمیت او عملي کارونې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول. ورپسې د عوایدو د تحقیق، پلان او نظارت ریاست د (۱۴۰۴ او ۱۴۰۵) مالي کلونو د لومړۍ ربعې د عوایدو مقایسوي راپور وړاندې او د عوایدو د وضعیت په اړه یې معلومات شریک کړل.
د ناستې په وروستۍ برخه کې مستوفيانو او د عوایدو آمرینو خپلې نظریې، وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې مطرح کړې او د چارو د لا پراختیا او ښه والي په اړه یې له مسئولینو سره خپل نظرونه شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو د کاري ستونزو، لاسته راوړنو او پرمختګونو د ارزونې او تعقیب په موخه په هرو پنځلسو ورځو کې له ولایتي ادارو سره انلاین ناستې کوي؛ ترڅو د عوایدو په برخه کې د چارو همغږي او اغېزمنتیا لا پیاوړې شي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS