د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ په ناسته کي د حقیقي عوایدو د راټولولو په څرنګوالي بحث وسو

عوایدو لوی ریاست د کفیل او تخنیکي مرستیال عبدالولي «نوري» په مشرۍ د دغه ریاست د رهبرۍ پلاوي په ناسته کي، چي د عوایدو لوی ریاست د حقوقي خدمتونو او عوایدو د پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد «صدیقي»، د غیرمالیاتي عوایدو رئیس امان الله «آمین»، د قانون د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ رئیس مولوي دوست محمد «حقاني»، د مالیه ورکوونکو خدمتونو رئیس عبدالقیوم «نصیر»، د عوایدو د بررسۍ رئیس انجنیر خان محمد «ذاکر»، د عوایدو د سیسټم رئیس محمد جلال «احمدزي» او د ياد ریاست مسلکي کارپوهانو ګډون کړی وو، د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د تېر او روان (۱۴۰۲) مالي کال د حقیقي عوایدو د را ټولولو پر کیفیت او د تېر کال په پرتله د ټاکل سوي هدف پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
د ناستي د راپور له مخي دا چي د تېر کال په پرتله سږني عواید ښه دي؛ نو ټنیګار پر دې وسو، چي د عوایدو راټولو په برخه کي لا منظمي هڅي تر سره سي.