د عوایدو عمومي ریاست

تر جگړي وروسته په يوه چاپيريال کي، د دولت له لومړيتوبونو څخه يو هم له خپلو سرچينو څخه په خپلو عوايد وبيسا کيدل او خلکوته د ضروري خدماتو تر سره کول وي.
په افغانستان کي عوايدله دوه عمده سرچينو څخه لاس ته راځي.
له اجناسو څخه د مالياتو اخيستل او همدا راز له  هغو نړيوالو جنسونو څخه د محصول تر لاسه کول  چي افغانستان ته راننوزي او په  همدي توگه له کورنيو جنسونو څخه محصول اخيستل. دا پلان د دويم جزپه ډول له دغو سرچينو سره اړيکه لري او داطرحه شوي پلان به د ١٢ راتلونکېو مياشتو لپاره  د مهمو فعاليتونو زمينه  برابره کړي چي په دي توگه به وکولاي شو کورني ماليات راغونډ کړو.

دروانې وضعې شننه:
کورني ماليات نيږدي ٣٠% دولتي عوايد تشکيلوي، هيله کيږي په راتلونکي کال کي دا کچه ٤٠% او په نوروراروانو کلونو کي ٥٠% ته لوړه شي. کورني ماليات په ټولو ولاياتونو کي د مستوفيتونو او اړوندو څانگوله خوا راټوليږي. د عوايدو عمومي رياست په کابل کي دي چي اصلي دنده يي دولاياتي فعاليتونو همآهنگ کول دي.
د کورنيو مالياتو دراغونډولو جريان په ولاياتو کي د مرکزي دولت په انفاذ او نفوذ پوري اړه لري.
 په ١٣٨١ کال کي چي دولت کوم کورني ماليات لاس ته راوړل نو تر ٦٥٠ ميلونه افغانيو زيات وو.
د فيزيکي زير بنا له کبله د ولاياتونو مستوفيتونه او اړوندي څانگي په ډير ضعيف حالت کي قرارلري، دوسائلو او تجهيزاتو کمي، ړنگ شوي تعميرونه او تر دي چي زياتي اداري خو بريښنا هم نه لري.
په جگړه ايزوکلونوکې کاري ظرفيتونه خورا ضعيف شوي او مسلکي مهارتونو کي  هم را ټټټه شوي ده. دمالياتو د مامورينو فساد په راتلونکي کي هم د مالياتو د راغونډولو کار کي يو جدي گواښ دي ځکه چي د مامور مياشتني معاش ٣٥ ډالره دي او بس.
د مالياتو دا جراء سېسټم، کاري روش په سمه توگه نه دي او ددغو چارو د سرته رسولو لپاره له نويو لارو څخه هم گټه نه پورته کيږي د ماليه ورکونکو لپاره سيسټماټيکه ارزيابي نه شته او مستوفيتونو او د عوايدو عمومي رياستونو هم دماليه ورکوني  اجراآت چي په ملي عوايد وکي د ماليه ورکونکو د برخي اخيستني رول ټاکي په سمه توگه نه دي تر سره کړي. او د غټي ماليه ورکوني په چارويي هيڅ پام نه دي ساتلي.
د مالياتي قوانينو تطبيق په ډيره ټيټه کچه قرار لري  او زياتره ددغو قوانينو د اجراآتو کار په ولاياتي پوليسو پوري اړه درلودلي ده. څرنگه چي پوليسو کم کنټرول درلود او دحساب ورکولو شيوه يي هم بدله وه نو ځکه د عوايد و د رياستونو او وزارتونو تر منځ  دهمکارۍاو هم غږۍکار هم ډير په ټيټه کچه قرار درلود دمالياتو د اجراء لپاره بايد زر تر زر  تخنيکي چاري پر اختيا ومومي.
  د اصلاح او پر اختيا لپاره لازمي لارې:
د مالياتي ادارې د پر اختيا او اصلاح لپاره لاندې لارې موجود دي.
الف: د ملي پر اختياي پروگرام له مخي د افغانستان په بوديجه کي د عوايدو برابرولو پروسه.
ب: د اصلاحي پروگرامونو د پياوړتيا لپاره د تخنيکي مرستو لاس ته راوړل.
ج: د ماليي وزرات د عوايدو د عمومي رياست د اصلاح او بدلونونو د پروگرام عملي جوړونه چي دا عمل دماليي وزارت له اوليتونو څخه دي:
 د پر مختگ او اصلاح په لارکي خنډونه:
لانديني لاملونه کولاي شي چي د مالياتو د ادارې د اصلاحي پروگرامونو په وړاندې خنډونه راولاړ کړي.
الف: که چيري د مامورينو معاش د نړيوالو ټولنو او مؤسساتو د کارکونکو له معاش څخه همداسي کم پاتې شي نو دماليي وزارت به و نه شي کولاي  با استعداده کارکونکي جلب او جذب کړي.
ب: ممکن انتقالي دولت دمالياتي مهم د اصلاحاتو کارته اهميت ورنه کړي او ميلان ورته ونه لري لري.
ج: ښايي دولاياتو د عوايدو پراختيا او د مالياتي پالېسۍ  اصلاح به په هاغه اندازه نه وي چي دډونرانو د تشويق وړو گرځي.
د: اصلاح پروگرام چي د اداري فساد له منځه وړونکي دي ممکن د کارمندانو له خوا تهديد شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .