د بودیجۍ عمومی ریاست

د افغانستان ملي پراختیا ستراتېژۍ له لومړیتوبونو سره سم له پالیسۍ سره اړیکه ورکول، پروګرام او بودیجه جوړونه د مالیې وزارت بودیجې عمومي ریاست له موخو څخه دي.
پورتنیو موخو ته په نږدې کېدو د ملاحظې وړ پرمختګ راغلی چې لاندي شرح شوی:
د حکومت له پالیسیو او د افغانستان ملي پراختیا ستراتېژۍ سره د برابرولو په موخه له مرسته کوونکو هیوادونو او بنسټونو او اړوندو وزارتونو سره پراخې مشورتي ناستې تر سره شوې دي.
د بودیجې د برنامه رېزۍ او د پالیسۍ پیاوړي کول او همدارنګه د افغانستان ملي پراختیا له ستراتېژۍ سره د اړیکو ورکولو لپاره د مشورتي پلاوي ځانګړي کاري ګروپ ناستې تر سره شوې دي.
په دې سربېره، د بودیجې د پړاوونو د تدوین او د بودیجوي سرچینو تراز کول د افغانستان ملي پراختیا ستراتېژۍ له لومړیتوبونو سره د بودیجې دویم متحدالمال (د بودیجې ۱ شماره متحدالمال) اړوندو وزارتونو ته لېږل شوی.
منځ مهال مالي چوکاټ (MTFF) جوړ او د بودیجې منځ مهال چوکاټ (MTBF) سره مدغم شوی. په منځ مهال مالي چوکاټ کې د ټولو اړوندو وزارتونو د پراختیایي بودیجې سقفونه شامل دي. د افغانستان ملي پراختیا ستراتېژۍ له لومړیتوبونو سره د بودیجې د پالیسۍ اړیکې پیاوړي دي. سره له دې چې د بودیجې د منځ مهاله پراختیایي چوکاټ چارې پر مخ وړي، د اړوندو وزارتونو لپاره د راتلونکو کلونو لپاره د پراختیایي بودیجې تخمیني سقف یې هم ترتیب او معرفي کړی.
د بودیجې جوړولو پرمهال، د مالیې وزارت او د افغانستان ملي پراختیا سټراتېژۍ انسجام دفتر د څارنې پلاوي، د وزارتونو او سکتورونو په منځ کې د دولتي لګښتونو د لومړیتوب لپاره چوکاټ او د پالیسۍ پراخه تګلاره تر بحث لاندي نیسي او په دې برخه کې لارښود هم چمتو کوي.
د مالیې وزارت بودیجې ریاست د دې لارښود په تکیه باندي د راتلونکو کلونو لپآره د بودیجې سقف چمتو کوي، چې په ترتیب به د حکومت په بودیجوي پالیسۍ کې ډېر ښه والی راشي او د بودیجې منځ مهال چوکاټ ته به پیاوړتیا ورکړي. بودیجوي سقفونه د افغانستان ملي پراختیا ستراتېژۍ له لومړیتوبونو سره مطابقت لري. په دې سربېره، د بودیجې ریاست د افغانستان ملي پراختیا په ستراتېژۍ کې د دریو سکټورونو د مخارجو تنظیم (عامې روغتیا، پوهنې او د سړکونو د بیا رغېدو او جوړېدو) هم په غاړه لري. تمه کېږي چې د لګښتونو د تنظیم تمرین د بودیجې د منځ مهاله چوکاټ جوړولو وروستي تمرین لپاره ګټور واقع شي او د لګښتونو د منځ مهال چوکاټ (MTFF) توسعې او جوړولو لپاره چې کېدای شي په تدریجي توګه معرفي شي لاره هواره کړي. د لګښتونو ارزونه (د کال په منځ کې ارزونه) په منظم ډول له څو کلونو را پدیخوا تر سره کېږي.

د بودیجۍ عمومی ریاست ویب پاڼه

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .