د برېښنايي حکومتولۍ پر لور

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۰:۵۳
خبر

د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت د برېښنایي حکومتولۍ د پیاوړتیا لپاره یو شمېر ګامونه اخیستي، چي له مخې یې د دې شرکت لپاره ډیجېتلي سیسټمونه جوړ سوي او د یو شمېر نورو سیستمونو پر چارو هم کارونه روان دئ.

د دې شرکت اړوند د خدمتونو او مالوماتي ټکنالوژۍ آمریت د برېښنايي حکومتولۍ اصل ته په ژمنتیا، د چارو ګړندي کول، په چارو کي شفافیت او د ټولو عایداتي او مصارفاتي سرچینو د بشپړ کنټرول او څارني په موخه د ټول شرکت په کچه د معلوماتي سیسټم (MIS) د پلي کولو په موخه د بنسټیز جوړښت (Infrastructure ) چاري رواني کړي چي پر بشپړېدو دي او په پلی کېدو سره به یې د چارو چټکتیا، د وخت او سرچینو سپما او بشپړ شفافیت رامنځته سي.

دغه راز د شرکت دننه د ټېلفوني شبکې رامنځته کول هم یوه له هغو لاسته راوړنو څخه ده، چي په مټ به یې په اسانه او لنډ ډول د شعبو ترمنځ اړیکي را منځته سي.

خبر

د یادوني ده چې د کمپیوټري شبکې (Computer Network) چاري هم ۸۰ سلنه پرمخ تللي چي د  شرکت ټول کارېدونکي کمپیوټرونه او نور ټکنالوجیکي وسایل به تر بشپړه کنټرول لاندي راولي او ورسره به د یادي شبکې پ همټ د انټرنت وېش هم په خوندي او چټکه توګه ترسره سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د زمري۲۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۶:۱۱
Background image

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

د زمري۲۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د مالیې وزیر د ایران د زراعت له وزیر سره وکتل

د زمري۲۲مه۱۴۰۵هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند د ایران اسلامي جمهوریت د زراعت له وزیر ښاغلي غلام رضا نوري او مل پلاوي سره د کابل په. . .

BACK TO NEWS